شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: افغانستان له ترهګرو څخه پاکوو

مولوي کبير: افغانستان له ترهګرو څخه پاکوو

تاند:( پنجشنبه، د قوس اوولسمه) ‏د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې افغانستان به له نيشه يي توکيو او ترهګرو څخه پاک کړي.

 د نوموړي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، مولوي کبير د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست پرمهال د دواړو هیوادونو اړیکې اوږدې او تاریخي وبللې او وې ویل، جاپان تل په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو کمیسارۍ له لارې یې هېواد ته د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدنې لپاره د دې هیواد د ۱۲،۵میلیون ډالرو نوې مرستو مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول جاپان او نورو هغو هیوادونو سره چې د افغانستان د سولې او پرمختګ پلویان دي، ښې اړیکې لري.

هغه دې ته په اشارې چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پرضد استفاده ونشي. له افغانستان سره د جاپان د ډېرو مرستو په ځانګړي ډول د جایکا موسسې له لارې د زیاتو پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتونکی شو.

 مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نارینه و حقونو ته په درناوي قایل یوو او له مسلکي کدرونو څخه د افغانستان د پرمختګ په خاطر ګټه اخلو.

 هغه زیاته کړه:« افغانستان له تروریستانو او نشه یي توکو څخه پاکوو.»

‏مولوي عبدالکبير په افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار کې د روغتیا او کرنې په برخو کې د ډاکتر ناکامورا د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا وویل، جاپان له افغانستان سره مرستې ته ژمن او د باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.

‏هغه زیاته کړه، جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرنې، روغتیا او معارف برخو کې د خپلو بشري مرستو ۱۰۶،۷میلیون ډالري کڅوړه اعلان کړې.

په افغانستان کې د جاپان سفیر د ښځو وضعیت او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د بندپاتې کېدو په اړه خپلو اندېښنو څرګندولو پرمهال وویل، د علم زده کړه د هر افغان حق دی.

هغه د خپلو خبرو په پای کې له افغانانو په ځانګړې ډول د لیرې سیمو خلکو سره د زیاتو مرستو غوښتونکی شو او زیاته یې کړه، موږ به په بېلابېلو بین المللي ناستو کې افغانستان سره د زیاتې مرستې غوښتونکی شو.

د طالبانو د رياست الوزرا مرستیال له ترهګرو څخه د طالبانو مشخص هدف نه دی په ډاګه کړی.

1 COMMENT

  1. ټوله دنیا در باندې خاندي. تاسې چېرې ځئ چې ترهګر له افغانستانه پاکوئ. فکر کوی د جاپان سفیر تا او ستا زېږونکی نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب