جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهفراه کې د يوه تورن قاتل قصاص ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي

فراه کې د يوه تورن قاتل قصاص ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي

تاند:(پنجشنبه، د قوس اوولسمه) د طالبانو د سترې محکمې او امیرالمؤمنین په امر په فراه کې د یوه تورن قاتل د قصاص پرونۍ پېښه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ‏انتونیو گوترش په عام محضر کې د يوه کس داسې وژل د ژورې اندیښنې وړ ګڼلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت او يو شمېر نورو هېوادونو هم دا کار غندلی او د بشري حقونو نقض یې بللی.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو هم په دې اړه تبصرې کړي دي.

يو شمير خلکو د داسې سزاوو عملي کیدل د جرمونو د مخنيوي او عدالت د تامين لپاره مهم بللی، خو نورو بيا د عدالت تامين خلکو ته د کار، هوسا ژوند او امکاناتو برابرول ګڼلي.

ځینو خلکو د تاج مير په نوم د قصاص شوي تورن قاتل د قصاص د مراسمو نندارې ته د طالبانو د ادارې د رهبرۍ ورتګ نقد کړی او ویلي، چې د بشري او اقتصادي ناورين په شرایطو کې دا کار د طالب مشرانو له لوري لومړیتوبونو ته نه پاملرنه ښيي.

د طالبانو پلویانو بیا د دغه عمل ملاتړ کړی او ویلي چې د داسې سزاوو په نتیجه کې به په ټولنه کې جرمونه کم شي.

1 COMMENT

  1. حضرت عمر (رض) څخه پوښتنه وشوه چی د غله سزا څه ده؟ هغه ځواب ور کړ لاس یا پښه یی باید قطع شی. خو که غل د ډیری غربت او غریبی له وجی غلا کړی وی بیا دی د هماغه ولایت د حاکم لاس قطع کړی شی. سبحان الله

    اوس ګور چی د لویو اسلحو قاچاقبران خپل ناموس خرڅوی او قاچاق کوی یی، په سرحدونوکی مو زنانه بی عزته کیږی، د قانون په نشتوالی کی، د حکومت په نشتوالی یو سرپرست حکومت چی تر اوسه هیڅ یوه مملکت په رسمیت ندی پیژندل اعدامونه کوی. که د غله لاس ورڅخه پری کیږی اول باید د پاسپورت د ریس د ورور لاس پری شی چی مستند ګیر شوی دی خو اوس هغه په دوحی کی چکر وهی. همداسی په لسګونو نور سپګین. قصاص دی وشی، حدود دی وشی خو چی د یوه قانون او د یو حکومت تر مشری لاندی وی. اوس خو هر قوماندان قصاص، وهل او ټکول کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب