دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهحقاني د پروني قصاص شوي کس له کورنۍ سره یو لک افغانۍ...

حقاني د پروني قصاص شوي کس له کورنۍ سره یو لک افغانۍ مرسته وکړه

تاند:(پنجشنبه، د قوس اوولسمه) د طالبانو د‏کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني په فراه کې د هغه کس له کورنۍ سره چې پرون پرې د قصاص حکم تطبيق شو، سل زره افغانۍ مرسته وکړه.

نوموړي د دغې مرستې دلیل نه دی په ډاګه کړی.

ځینې سرچینې وايي چې تاج مير له غربته وسله والې غلاوې کولې او په دې ترڅ کي د يوه کس د وژلو او لوټلو عامل شوی و.

د طالبانو ځينو منتقدانو د نوموړي د قصاص په اړه پوښتلي، چې آيا دوی د نوموړي اقتصادي وضعیت او غلا او وژنو ته یې د مجبورۍ عوامل څېړلي وو، چې قصاص ېې کړ.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل، چې ياد شوی تورن د درېیو محکمو لخوا په قصاص محکوم شوی او قضيه ېې د طالبانو اميرالمؤمنين ته د وروستۍ پريکړې لپاره لېږل شوې وه.

 مجاهد زياتوي چې د نوموړي د قضېې په اړه د طالبانو اميرالمؤمنين په يوه لويه غونډه کې له علماوو سره مشوره کړې او بالاخره یې پر هغه د قصاص پریکړه تایید کړه.

ویل شوي، چې ياده پریکړه پرون په فراه کې د طالبانو د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني، د پوهنې، امر بالمعروف او عدليې وزيرانو په موجوديت کې تطبيق او تورن قاتل د مقتول د پلار په درېیو ډزو ووژل شو.

2 COMMENTS

  1. دا ټول دی ای اس ای غلامان دې ښځی یې پنجابیانو ګرو کړی او دا ټول کارونه دې ای اس ای له طرفه طرحه کیږې صرف دی افغانانو دی نام بدوالی پخاطر یو لوطې چی تر اوسه چا نه ده لیدلی دې امیر خینزیر په نوم کښی نولی ده

  2. د یو قاتل ( کوم چی د قتل شواهد ئې مستند او انکار نه منونکی وی او د اړینو شرائطو د انطباق وضعیت ئې تثبیت وی) د قصاص اجراء کومه منفی او کرکجنه کړنه نه ده او حتی یو اجتماعی _ امنیتی ضرورت ګڼل کیږی خو خبره دا ده چی د قصاص د اجراء څرنګوالئ ځانته خپل قوانین او مقررات لری.
    دا چی د تاجمیر د اعدام نندارې ته یو څو لوی غَرو طالبانو فراه ته تشریف وړئ ۇ، مناسب کار نه ۇ.
    د یو مجرم د اعدام د صحنې د عمومیت په هکله د قاضیانو او فقهاوو نظر اختلاف سره لری ( څینی قاضیان پدې نظر دی چی د اعدام حُکم باید په عمومی محضر کی اجراء سی او ځینی قاضیان پدې نظر دی چی باید په زندان او فقط د یو څو معدودو کسانو په مخ کی اجراء سی ).
    بله خبره دا ده چی د سکولر مخلوق فکری موضِع د اعدام د حُکم د غندلو په باب اصلاً د منلو وړ نه ده ځکه:
    ۱_ په امریکا غوندی هیواد ( د سکولر قِبله) کی د اعدام مسئله قانونی جنبه لری.
    ۲ _ څومره بې ګناه انسانان د استعمارګرانو پلاس ( مستقیم یا غیر مستقیم) وژل سوی دی او وژل کیږی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب