Homeخبرونهراپور: پاکستانی خبریال ارشد شریف د منظم پلان له مخې وژل شوی

راپور: پاکستانی خبریال ارشد شریف د منظم پلان له مخې وژل شوی

تاند(پنجشنبه، د قوس ۱۷مه) د پاکستاني خبریال ارشد شریف د قتل د څېړنې لپاره د حقیقت موندنې کمېټې په خپل راپور کې اعلان وکړ چې نوموړی د منظم پلان له مخې وژل شوی دی.

ارشد شریف د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د افریقايي هیواد کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ووژل شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حقیقت موندنې ټیم سترې محکمې ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي چې په کینیا کې د شریف په قتل کې د خرم او وقار په نومونو دوو کسانو رول درلود.

خو حقیقت موندونکي ټیم ویلي چې نورو تحقیقاتو ته هم اړتیا لري.

په پاکستان کې ډیرو کسانو په دې قتل کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د لاس لرلو شک وکړ ځکه چې د دوی په باور دغو ادارو تر دې وړاندې هم یو شمېر خبریالان وژلي او نیولي دي.

د ډان ورځپاڼې پر اساس، د ارشد شریف مور هم محکمې ته په خپل شکایت کې د پوځ اواستخباراتو جګپوړي چارواکي د خپل زوی په قتل کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

وروسته له دې چې د شریف د قتل موضوع په پاکستان کې تاوده بحثونه وپارول، د پاکستان حکومت د پېښې د څېړنو لپاره یو ټیم کینیا ته واستاوه. ټیم له څېړنو وروسته سترې محکمې ته ۵۹۲ مخیز راپور وړاندې کړ.

په دې راپور کې راغلي چې د کینیا پولیسو له پاکستاني ټیم سره مرسته نه ده کړې خو نړیوالو ادارو ورسره همکاري کړې ده.

راپور وايي، وقار احمد، هغه څوک چې ارشد شریف ته یې د کینیا ویزه لېږلې وه، لازم ځوابونه نه دي ویلي او د نوموړي د ورور او د کینیا د پولیسو څرګندونې ضد و نقیضې وې.

د کینیا پولیسو د پېښې په لومړیو ساعتونو کې ویلي و چې دوی سهواً پر هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور و.

د پاکستان سترې محکمې ته په وړاندې شوی راپور کې ویل شوي چې ارشد شریف ته بیلابیل خبرداري ورکړل شوی و لکه دا چې په پاکستان کې به ورته دوسیه جوړه کړل شي، وبه وژل شي، او موبایل او لپ ټاپ به ورڅخه واخیستل شي.

په راپور کې بل د پام وړ مهم ټکی دا دی چې د ادعا له مخې د ارشد شریف پر موټر ډزې شوي خو په موټر کې د ډزو هیڅ نخښه نه ده لیدل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...