سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب له معتصم اغا جان سره لیدلي

ملا یعقوب له معتصم اغا جان سره لیدلي

تاند:(پنجشنبه، د قوس اوولسمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د طالبانو د تېرې واکمنۍ له یوه مهم چارواکي سره، چې له طالبانو څخه خواشينی و، لیدلي دي.

معتصم اغا جان، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د دوی د ماليې وزير و، د جمهوري نظام پر مهال یې د طالبانو او افغان دولت د مذاکراتو هڅې کولې.

له نوموړي سره د ملا یعقوب او انس حقاني د لیدنې جزییات نه دي رسنيز شوي.

د طالبانو له چارو باخبره ژورنالیست سميع يوسفزی وايي، چې دا ليدنه د طالبانو په پالیسۍ کې لوی مثبت بدلون دی.

نوموړی زیاتوي:«طالبان د تحریک نه منزوی شوي مشرانو لپاره پخوا صفر درجه زغم لرلو دملا یعقوب دا ابتکار دنرمښت علامه ده.»

معتصم اغا جان د ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو پر مهال له ولسمشر غني سره هم ليدلي او په ضمني ډول ېې ملاتړ ورڅخه کړی و.

هغه په يوه مرکه کې د نجونو له زده کړو دفاع کړې او ویلي وو، چې لوڼو ېې په اسلامي هېوادونو کې تر لوړو کچو زده کړې کړي دي.

 ملا یعقوب متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال په یوه وینا کې وویل، چې افغانستان د ۴۴ ميليونه خلکو کور دی، خلک ېې بیلا بیل مزاجونه لري او ټول باید په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې فعال وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب