سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهستانکزي اهل کارو ته د کار سپارلو او سیاست کې د ټولو...

ستانکزي اهل کارو ته د کار سپارلو او سیاست کې د ټولو افغانانو د ګډون غوښتنه وکړه

تاند:( پنجشنبه، د قوس اوولسمه) د طالبانو په حاکمه اداره کې د اصلاح غوښتنې يوه مخکښ او د دوی د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي له څه مودې ځنډ وروسته يو ځل بيا پر حاکمې ادارې کنايوي نيوکې کړي دي.

ستانکزي د کابل لپاره د طالبانو د نوي والي د معرفۍ غونډه کې نن وویل، چې اوسني حاکمان که ځانونه منزوي وساتي، د خلکو له ستونزو به ناخبره وي او حکومتولي به یې ستومنزمنه شي.

نوموړي د هېواد په سياست، اقتصاد او نورو چارو کې ګډون د ټولو افغانانو حق وباله او ټينګار یې وکړ، چې کار باید اهل کارو ته وسپارل شي.

د هغه په وينا، اهل کارو ته له کار سپرلو سره به افغانستان له اوسنيو ستونزو را ووځي.

عباس ستانکزي مخکې د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځيو د تړلو په اړه توندې نيوکې کړې وې، چې وروسته ډېره موده پر رسنيو ښکاره نه شو.

3 COMMENTS

  1. داسې معلومیږي چې په ټالبانو کې روښانه او ځوانه طبقه هره ورځ جرئت پیدا کوي چې د کورمغزو او جاهلو تش په نامه ملایانو په مقابل کې ودریږي او خلکو ته حق او رښتیا ووایی.

  2. دا خو هماغه ستانکزی دی چې ويل به يې:
    د افغانستان ملي اردو بايد ړنګه او پوليس بايد له مينځه ولاړ شي دوی ته هېڅ اړتيا نشته او دا د پنجاب غوښتنه وه چې ده به زمزمه کوله. اوس يې عقل سر ته راغی چې هېواد ترې پنجاب اشغال کړ او دی يې وکارولو.

  3. ای د الله دوستانو:
    ددې خلکو په ځان کې د ای اس ای وینه بهېږي. دا په خدای او رسول چې ټول ریا او مکر کوي. تاسو فکر کوي چې ملا عباس په دې يو کال کې دومره بدل شوي چې اوس غواړي کار اهل د کار ته وسپاري. قسم په خدای که یې بدل کړئ. دا ټول د پلان شوې ډرامې يوه برخه ده. زه د ښاغلي سعید خبره تائیدوم. ملا عباس د کوتو په شمار یو له هغو کسانو وه چې د ای اس ای په اشاره به یې نارې وهلې چې افغان ملي اردو لغو کوو، او همداسې یې وکړل. دده یوازې پوستین بدل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب