ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
ترهګري کله هم ثابت او په نړيواله کچه منل شوى تعريف او غوڅ تعبير نه دى درلودلى. ستر دلیل يې هم دا دی چې ترهګري یوازې حقوقي موضوع نه ده، بلکې ژوره سیاسي، جیوپولیټیکي او ایدیولوژیکه مسئله ده. ډېر وختونه داسې پيښېږي چې د يوه نظام يا ټولنې لخوا نومول شوى ترهګر، د بلې ټولنې لپاره ملي مبارزين، د ازادي جنګيالي او د خپلواکي اتلان وي. د ډېرى حکومتونو لخوا «ترهګري» د مخالفينو د سياسي مشروعيت د ختمولو، د منتقدينو د بدنامولو، د واک پراخولو او د ستراتيژيکو موخو د پلي کولو لپاره کارول کیږي.
که موږ د ترهګري ستونځه يوازې د تاوتریخوالي له رامنځته کېدو وروسته وينو، او ترشا يې پراته تعصبات، د واکمني تنده، محروميتونو او نور عوامل نه څېړو، نو ترهګري نه ختموو، بلکې يوازې ځانونه يا هم ولسونه غلطوو. د دغې پېچلې ستونځې د حل لپاره اړينه ده چې د ترهګري تاريخي شاليد، ټريبيونونه، ټولنيز شرايط، او ستراتيژيکې اغېزې په بشپړه توګه وارزول شي، ترڅو د ناامنيو د دوام مخنيوی وشي او د ستونځو ريښې وايستل شي.
ترهګري، د استعماري او استبدادي حکومتونو لخوا د کارول کېدونکې ترمينالوژي په څير د مخالفينو نوم نه دى او نه هم له څو ډلو، څو پېښو او په څو جغرافیو پورې محدود مفهوم دى، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه سرونو، مالونو، کلتوري ارزښتونو او عقائدو ته د متوجه ګواښونو، ټولنیزو تشو، محرومیتونو، اقتصادي بېعدالتيو او د حکومتونو په کچه ستراتیژیکو اشتباهاتو ته احساساتي غبرګون دی. زموږ په سیمه کې په تاوتریخوالي باندي ولاړو تګلارو د نسلونو په حافظه کې دومره ژورې ریښې غځولې دي چې د سوله ييزو مبارزو له مخې د حقونو ترلاسه کول خیال محال او ليونتوب، خو د جګړو له لارې د همدغو موخو ترلاسه کول د برياليتوب ضمانت ګڼل کېږي.
په دغه ډول چاپېریال کې ترهګري د ذهنیتونو، ټولنیزو تعاملاتو او سیاسي کړنلارو د اوږدمهاله بهير د طبیعي محصول په توګه سر راپورته کوي. هغه څه چې عمدا ورته توجه نه کيږي دادي چې د سيمې او نړۍ په کچه د جګړې او افراطیت د تولید لپاره عملاً په منظمه توګه کار روان دى، خو د سوله ييزو فکرونو او د سوکالي په برخه کې د نوښتونو لپاره هېڅ تعلیمي، فرهنګي، ټولنيز یا ایدیالوژیک بنسټ نه دی رامنځته شوی. په ځانګړي ډول په سيمه ييزه توګه د مخالفينو د وژلو د توجيه او د جګړو د الزاميت لپاره مبارزه د عامه بحثونو برخه ده خو د انسانيت او مدنيت د بقا او سوله ييز ژوند ته د خلکو د جلب او جذب لپاره هيڅ ډول پليټ فارم شتون نه لري.
ټولنیز اړخ يې لا حساس دی. کله چې عدالت د ځانګړو ډلو په ګټه کارول کېږي، ولس ځانونه د نظام برخه نه ګڼي، اقتصادي فرصتونه د واک په ټاپوګانو کې بند پاتې کېږي، ولسي باور نړېږي او محرومیت د ولسي ژوند برخه وګرزي، نو تاوتریخوالی د ژغورنې، غچ اخيستلو، د ټولنې د بقا او د هویت د بیرته را ګرزولو لپاره د وروستي انتخاب په شکل راڅرګندېږي. ځوانان جګړه د خپلې بقا، د عدالت د ترلاسه کولو، ټولنیز انتقام او د هویت د خوندي ساتلو لپاره یوازینۍ لاره ګڼي.
دغه ټولنیز زوال د ترهګري بنسټیزه رېښه جوړوي، د دولت تر سیوري لاندې موازي ځواکونه، لکه قبایلي جوړښتونه، مافیايي شبکې، سیمهییزې ملېشې او شخص ته منسوبې وسلهوالې ډلې د رسمي نظم د ټوټې کېدو لامل ګرزي او د خلکو په ذهنيتونو کې د بدیل نظام سناريو وړاندې کوي. په دغه ډول صورت حال کې وسلهوالې ډلې د ځواک مرکز او د ټولنیز نظم بدیل هم ګڼل کېږي.
په ولس کې د محرومیت احساس لوړېدل هغه مهال خورا خطرناکه بڼه اخلي او د ترهګريزې ترمينالوژي په کتګوري کې راځي چې بهرنى هېواد د خپلو لنډمهالو ګټو لپاره له دغو محروميتونو څخه ګټه پورته کړي. هغه نیابتي شبکې چې د نفوذ او فشار د ساتلو وسیله ګڼل کېږي، وروسته په داسې خپلواک ایډیالوژیک بهير باندې بدلېږي چې نه د جوړوونکو تر کنټرول لاندې پاتې کېږي او نه هم ځانونه د ټاکل شوې جغرافیې په چوکاټ کې محدود ګڼي. له همدغه ځایه څخه ترهګري د یوې نفوذي وسیلې پر ځای د داسې مستقل بهیر په توګه شکل نيسي، چې نه یې جوړوونکي مهار کولاى شي او نه هم ورڅخه قربانیان ژغورلای شي.
بل اړخ چې اړينه توجه ورته نه کيږي د ذهنونو د روزنې پروسه ده. ترهګري یوازې د جګړو په ډګرونو کې وده نه کوي، بلکې په ټولنیزو، سیاسي او فکري لابراتوارونو کې سر راپورته کوي. دغه لابراتوارونه یوازې تعلیمي مرکزونه او روزنيز بنسټونه نه دي، بلکې سیاسي ټريبيونونه، ټولنيز او اقتصادي محرومیتونه، د استعمار پاتې قومي جوړښتونه، ژبني رقابتونه او د هویتونو ترمنځ ټکر ټول په ګډه داسې چاپېریال رامنځته کوي چې نسلونه د تشدد له منطق سره معتاد شي. دغه ډول تاوتريخوالي له ژوند، عزت او عقيدې څخه د دفاع، د عدالت د ترلاسه کولو او د هویت د خوندي کولو مشروع لاره ګڼل کېږي. کله چې ذهن له تاوتريخوالي سره عادت شي، سوله یوازې ستونزمنه نه ښکاري؛ بلکې بېمفهومه او ناروا عمل ګڼل کېږي، ځکه چې محروم قشرونه فکر کوي چې د واک او امتیاز له لاسه ورکول دوکه، د تسلیمي مترادف او د دښمن دسيسه ده.
ترهګري د مرتکب له نوم څخه نه، بلکې د کړنو له نوعيت او ماهيت څخه تعریفېږي. هر هغه عمل چې د سیاسي موخو، واک غوښتنې، نفوذ پراخولو یا د مخالف اړخ د ماتولو لپاره په تاوتریخوالي باندي د ولاړو کړنو له ادرس څخه د بېګناه خلکو ژوند په نښه کوي، په هر ځای کې، د هر شعار تر سیوري لاندې، او که د هر چا له خوا ترسره شي، ترهګري ده. دغه ماهيت د ادعاګانو، اعلاميو او شعارونو له مخې څخه نه، بلکې یوازې بې ګناه خلکو ته د اوښتو تلفاتو له مخې محاسبه کېږي. له همدې امله د ترهګرۍ له منځه وړل یوازې د جنګي عملیاتو پربنسټ ناشونى عمل دى. تر هغو چې ستراتیژي یوازې د وسلو، پولو او امنیتي وسایلو تر مدیریت پورې محدوده وي، او د هغه فکري، سیاسي او ټولنیز چاپېریال اصلاح ته پام نه کيږي، ترهګري به نه ختمېږي بلکې یوازې رنګ او بڼه به بدلوي.
تلپاتې ثبات هغه وخت رامنځته کېږي چې د ترهګري په وړاندې د مبارزې ستراتیژي د وسلو له کارولو څخه زيات د ذهنيتونو جوړولو، فکري سمون او ټولنیز عدالت لپاره د بنسټونو رامنځته کولو لوري ته واوړي. روایتونه اصلاح شي، تاریخي بېعدالتي سمه شي، د زده کړو بنسټونه پیاوړي شي، او داسې سیاسي جوړښتونه رامنځته شي چې د تاوتریخوالي د تولید سرچینې وچې، سوله او مدنيت د تعليمي نصاب برخه وګرزي. ټول اړونده اړخونه باید ددغې پديدې په رامنځته کېدو کې په خپله ونډه اعتراف وکړي، د تاریخي غلطيانو د اصلاح جرئت پیدا کړي، او د فکري چاپېریال د سمون لپاره عملي ګامونه پورته کړي. له دې پرته، ممکن، جګړه له ډګرونو څخه ووزي، خو د ذهنونو په چاپېریال کې به ژوندۍ پاتې وي.