شنبه, دسمبر 20, 2025
Homeخبرونهپه واخان کې واورینو پړانګانو د خلکو پر څارویو حملې ډېرې کړي

په واخان کې واورینو پړانګانو د خلکو پر څارویو حملې ډېرې کړي

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۹ مه) د افغانستان د بدخشان ولایت په واخان کې د واورو له اورېدو سره د خلکو پر څارویو د واورینو پړانګانو بریدونه زیات شوي دي.

ځايي اوسیدونکي وايي، واورین پړانګان، چې تر څو کاله پخوا پورې وېره وه چې نسل به یې په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي، نن سبا په دښتو او غرونو کې د ښکار نه پیدا کولو له کبله کلیو او د مالدارانو د څارويو خوندي ځایونو ته نژدې شوي او پر رمو حملې کوي.

ځايي طالب چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې واورین پړانګ د واخان ولسوالۍ په یامِت کلي کې د څارویو پر یوه غوجل برید کړی، چې لږ تر لږه دوه وزې او پسونه یې وژلي او د څو نورو څارويو د ورکېدو راپورونه هم شته.

دا برید څو ورځې وروسته له هغې شوی، چې همدغه واورین پړانګ د پرله‌پسې پېښو مسوول بلل شوی و، په هغو پېښو کې تر ۴۰ زیات څاروي وژل شوي وو، چې د لوړو غرنیو سیمو مالدارانو ته یې درانه اقتصادي زیانونه اړولي دي.

د سیمې اوسېدونکو له بریدونو وروسته واورین پړانګ د لنډ وخت لپاره نیولی و، خو وروسته یې بېرته طبیعت ته خوشې کړ، ځکه دا حیوان، چې نسل یې د انقراض په حال کې دی، اوس محافظت شوی دی او د سیمې د نازک ایکوسیستم لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د وحشي ژوو کارپوهان وايي، واورین پړانګان چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ بلل کېږي، په ژمي د طبیعي ښکار د کمښت له امله ډېری وخت د انسانانو مېنو ته نژدې کېږي.

واخان د افغانستان د واورینو پړانګانو له مهمو استوګنځایونو څخه شمېرل کېږي، او د ساتنې بنسټونه خبرداری ورکوي چې د انسان او وحشي ژوو ترمنځ د شخړو زیاتوالی هم د دې نادر حیوان او هم له مخکې زیانمنو کلیوالو ټولنو لپاره جدي ګواښ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...