پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهایران ته د اوښتو په لاره کې د واورې او یخنۍ له...

ایران ته د اوښتو په لاره کې د واورې او یخنۍ له لاسه د څو افغانانو مړینې تایید شوې

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۹ مه) هغه راپورونه تایید شول چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله، یو شمېر افغانان د ایران پولې ته د ناقانونه اوښتو پر مهال د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

ځايي طالب چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې څو افغان کډوال د افغانستان په لوېدیځ کې له غیررسمي لارو ایران ته د اوښتو د هڅې په ترڅ کې، د یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د هرات د والي ویاند د جمعې په ورځ (دسمبر ۱۹) تایید کړه، چې د کهسان ولسوالۍ سرحدي سیمې ته نژدې درې افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال مړه شوي دي. د نوموړي په وینا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او سیمه‌ییزو چارواکو له ژغورونکو ټیمونو سره یو ځای د اغېزمنو کورنیو د مرستې لپاره اقدامات پیل کړي دي.

 د والي ویاند محمد یوسف سعیدي په ایکسباڼه کې لیکلي چې دې کسانو په کوهسان ولسوالي کې ساه ورکړې ده. د سعیدي په باور یخنۍ په دې سیمه کې د یوه شپون ژوند هم اخیستی دی.

خو ځايي اوسېدونکو او ټولنیزو سرچینو د مړو شمېر تر دې ډېر ښوولی او ویلي یې دي، چې لږ تر لږه ۱۵ جسدونه کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته راوړل شوي دي. د راپورونو له مخې، یو شمېر کډوال لا هم بې درکه دي.

عیني شاهدان وايي، په وروستیو کې سلګونه افغانان اسلام‌کلا او تایباد ته نژدې په قاچاقي لارو ایران ته د تلو هڅه کوي، ځکه ایران په قانوني ډول د افغانانو د ورتګ لارې محدودې کړي دي. درنې واورې، یخ باران او سختې غرنۍ سیمې دا سفر ډېر خطرناک کړی دی.

د افغان کارګرو لپاره د ایران د نویو مقرراتو پر اساس، هر کارګر باید له ۹ میاشتو وروسته خپل هیواد ته لاړ شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...