جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهروسیې او ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د بیا...

روسیې او ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) ‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټیلفوني خبرو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ډيپلوماټیکو خبرو د دوام غوښتنه کړې.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له ډيپلوماټیکو لارو د اختلافونو پر حل ټینګار کړی.

دواړو هېوادونو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو حل د سیمې امنیت او ټیکاو په ګټه بللې دی.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې پاکستاني الوتکو د افغانستان هوایي حریم نقض او په کابل یې بریدونه وکړل او په ځواب کې طالب ځواکونو هم پر ډیورنډ فرضي کرښې پاکستاني ځواکونه تر برید لاندې راوستل.

تر جګړې وروسته دواړه لورو دوه پړاوه مذاکرات وکړل خو پرمهال یې یوازې اوربند وشو او نور پرمختګ درېیم پړاو مذاکراتو ته پاتې شول چې هغه هم بې پایلې شول.

د دغو مذاکراتو منځګړتوب ترکیې او دوحې کوله.

سره له دې چې د خبرو د بیا پیل په تړاو هیلې نشته خو ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورځ نه بلې ته ترینګلې کېږي.

تازه د طالبانو حکومت چهارشنبه له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده اعلان کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب