جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهلومړی ځل ریاست الوزراء له سکټوري ادارو سره د موسسو د ستونزو...

لومړی ځل ریاست الوزراء له سکټوري ادارو سره د موسسو د ستونزو د حل ناسته کړې

تاند ( پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) د طالبانو د حکومت ‏د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ له سکټوري ادارو سره د موسسو او مرستندویانو د ستونزو او مسایلو د حل عالي کمېټې لومړۍ ناسته وکړه.

یاد معاونیت لیکلي، ناسته کې په سکټوري وزارتونو او ادارو کې د تفاهم لیکونو لاسلیک پروسې پر اوسني وضعیت، د ځنډ پر لاملونو او حل‌لارو هر اړخیز بحث وشو.

په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دې هر تفاهم‌لیک د موسساتو په طرزالعمل کې د درج شویو ۱۵ ورځو په جریان کې له سکټوري ادارو سره تعقیب کړي، څو ستونزه مشخصه او حل لاره ورته پیدا شي.

سرچېنې لیکلي، دغه راز په غونډه کې پر دې هم هوکړه وشوه، چې له سکټوري ادارو څخه دې لومړیتوبونه راټول او له تمویلوونکو او موسسو سره دې شریک شي.

د سرچینې په معلوماتو کې پرېکړه شوې چې د موسساتو لپاره چمتو شوی طرزالعمل دې ټول ذیدخل اړخونه په بشپړ ډول تطبیق کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب