Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپنجشېر کې د پارندې برېښنا تولیدي فابریکه نن پرانېستل کیږي

پنجشېر کې د پارندې برېښنا تولیدي فابریکه نن پرانېستل کیږي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د پنجشېر د پارندې اوبیزې برېښنا تولیدي فابریکه به نن پنجشنبه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده فابریکه د څلور مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري او د ۷ اعشاریه ۶ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې.

دا فابریکه داسې مهال پرانیستل کېږي چې، تېره (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۹مه) پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکو ویلي وو چې، په پریان ولسوالۍ کې د ۲۰میلیونه ډالرو په لګښت د برېشنا یو بند جوړیږي.

د پنجشېر ولایت ویاند سیف‌الدین لټون زیاته کړې وه چې، د یاد بند د سرورې او ډیزاین کارونه بشپړ شوي او ژر به یې عملي چارې پیل شي.

لټون ویلي وو چې، دغه بند د ۱۰میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې پنجشېر او ګاونډيو ولایتونو کې به ۱۰زره کورنیو ته برېښنا ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...