جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه پنجشېر کې د پارندې برېښنا بند بشپړ او افتتاح شو

په پنجشېر کې د پارندې برېښنا بند بشپړ او افتتاح شو

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یاد بند د پرانیستي مراسمو کې ویلي چې، دوی د هېواد ابادي په عمل کې ثابتوي نه د شعار په ژبه.

ملا برادر ویلي، د دوی موخه د انرژي تولید برخه کې د افغانستان په ځان بسیا کول دي او هڅه کوي هېواد د ګاونډیو وارداتي برېښڼنا له احتیاجه خلاص کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پارندې په څېر ملي پروژې د هېواد اقتصادي خپلواکۍ، ځان بسیاینې او پرمختګ برخه کې د اسلامي امارت د ژمنو نښه ده.

د پارندې برېښنا بند څلور میګا واټه برېښنا تولیدولو سره د ۷.۶ میلیونه ډالرو په لګښت د اوکرایني متخصصینو له لوري جوړ شوی.

د پارندې برېښنا بند څلور میګا واټه برېښنا تولیدوي او ۷،۶ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی.

یاده پروژه چې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې وه د یو لړ ستونزو له امله یې چارې په ټپه ولاړې وې.

د پنجشېر اوسېدونکي د پارندې برېښنا بند بشپړېدل د ولایت برېښنا ستونزې حل برخه کې سترګام بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب