Homeخبرونهد لېبیا په سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴۲ کډوال...

د لېبیا په سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴۲ کډوال لادرکه شوي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۳مه) ‏د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) خبر ورکړی، چې د لېبیا په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۴۲ کډوال تري تم دي.

د لیبیا ځایي چارواکو ویلي چې، په دغه کښتۍ کې ټول ۴۹ کډوال سپاره وو، چې ۷ تنه یې ژغورل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې دغه کډوال د سوډان، نایجریا، کامرون او سومالیا هېوادونو دي.

د راپورونو له مخې، د لادرکه شویو کډوالو د وژل کېدو خبرونه تر اوسه رسماً تایید شوي نه دي.

ملګري ملتونه وايي، چې دا پېښه په تېر یوه کال کې د مرکزي مدیترانې په مسیر کې د کښتۍ د ډوبېدو د پېښو یوه برخه ده، چې سږکال تر زرو ډېر کډوال پکې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...