لیکنه: غني حسن
لنډه پېژندنه
ښاغلی عبدالرشید ارین په ۱۳۲۰هـ ش کال کي د کندهار ښار په هرات بازار کي زېږېدلی دئ، لومړنۍ زده کړي ئې په خصوصي توګه د خپلي سیمي د دیني عالمانو څخه وکړلې، پلار ئې دیني عالم او ملا و، بیا ئې د کندهار د (لوی ولې) په ښوونځي کي دولسم ټولګی پای ته ورساوه.(دا لیکوال او دا څېرې) ښاغلي آرین له ۱۳۳۶هـ ش کال وروسته په دندو پیل کړی دئ.
د آرین رسمي دندي:
۱ـ د کندهار په دولتي مطبعه کي رسمي مامور
۲ـ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور لوی مدیر
۳ـ د کندهار مجلې مدیر
۴ـ د کندهار د موزیم مدیر
۵ـ د کندهار ولایتي کمېټې حرفوي منشي
۶ـ د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین
۷ـ په اسلام اباد کي لوی سفیر او فوقالعاده استازی
۸ـ د لومړي وزیر معاون
۹ـ د عدلیې وزیر
۱۰ـ لوی څارنوال
د آرین دندي په خلق دیموکرات ګوند کي:
۱ـ غړی
۲ـ ولایتي کمېټې خاص غړی
۳ـ ولایتي کمېټې مسؤل
۴ـ د انقلابي شورا د رئیسه هیئت غړی
۵ـ د انقلابي شورا د رئیس مرستیال
۶ـ د مرکزي کمېټې د کنټرول رئیس
د ارواښاد رشید آرین څو بحثونه او نظرونه:
په ۱۳۹۱هـ ش وروستیو میاشتو کي په کابل کي د (روشنګرۍ) په نوم د علمي بحثونو او لکچرونو یوه لړۍ اغاز سوه، چي پیل ئې د نبي ساحل په خصوصي ښوونځی (ویدا) کي وسو، او هره پنجشنبه به د بحث لپاره استادان، د خپلي او د هري برخي متخصصین، لیکوالان او د فکر تښتنان رابلل کېده، چي په دغه لړۍکي یوه پنجشنبه دوستانو عبدالرشید آرین رابللی و، زه د رهنمايي کولو یا ځای ښوولو په خاطر له ښوونځی څخه دباندي ولاړم، نو مي فکر کاوه، چي د یوه هېواد وزیر، لوی څارنوال او ځانګړی سفیر تېر سوی دئ، ښایي محافظان او یو لوکس غټ موټر ورسره وي؛ خو څو شیبې وروسته یو ډنګر خو تندرست سپین ږیري له یوه زوړ خو پخواني بایسکل څخه راتا سو، له کالو، کورتۍ او بوټو راته ښکاره سو، چي منظم او پاک او خورا ځیرک دئ، خو پر څېره ئې د غربت نښي بیخي له ورایه ښکارېدې، نه ئې سوټ(دریشي او کورتۍ) له بهره رانیولي وه او نه ئې بوټونه هغسي ګران بیه او ډالري وه، بلکي د موچي له رنګه لا هم مالامال نه وه. دا خواربشکی خو په زړه دلاور، په فکر روښانه او د وطندوستۍ په دوړو وهل سوی ډنګر او لږ جګ سپینږري سره خورا پخې او درنې خبري ملغلري وې، د لکچر موضوع وه: (په افغانستان کي د ګوندونو لوړي او ژوري)چي په لکچر ئې شروع وکړه:
“ګوند د هغو افرادو مجموعې ته وايي، چي مشترک اهداف ولري او د یوې ټولني د رفا لپاره ګډ کار وکړي. د یوه ګوند لپاره درې ټکي لکه مرام یا اهداف، تشکیلات او رهبري تر ټولو مهم څه دي.” د ګوندونو تاریخ ته ئې کتنه وکړه او وویل: ” په افغانستان کي د ګوندو تاریخ د آمیرحبیب الله خان په حکومت (۱۹۰۶م – یا ۱۲۸۵ هـ ش) په حبیبه ښوونځي کي د ځینو استادانو او شاګردانو له خوا په ګډه له روشنفکرۍ حرکت سره را پیل سو، چي بیا د ځينو نورو ډلو له ورسره یو ځای کېدو څخه لومړنی مشروطیت غورځنګ رامنځته سو، چي په ۱۹۰۹ میلادي کال کي د لومړي مشروطیت غورځنګ مشران د امیرحبیب الله خان له خوا نیول کېږي، ځیني وژل او ځیني ئې زنداني کېږي، چي په دې سره په افغانستان کي د ګوندو د فعالیت لړۍ هم شلېږي… د غازي امان الله خان په دوران کي دوهم مشروطیت غورځنګ یا (جوانان افغان) په نوم ګوند خپل سیاسي فعالیت شروع کوي؛ خو د امان الله شاه د واکمنۍ په پای ته رسېدو سره بیا ظاهرخان تر شاهي حکومت پورې د ګوندو فعالیتونه یو ځل بیا په ټپه درېږي مګر په(۱۳۲۶ یا ۱۲۲۹ هـ ش) کال د ویښ زلمیانو ګوند را منځته کېږي. په ۱۳۴۳ هـ ش کي د افغانستان اساسي قانون د ظاهرشاه له خوا توشیح شو مګر شاه د خپلې دورې تر پایه د احزابو قانون توشیح نکړ؛ خو ګوندونو خپل فعالیتونه کول، البته په همدې شاهي دوران کي خلق ډیموکراټیک، افغان ملت، شعله جاوید او جوانان مسلمان ګوندونه رامنځته سوه.”
د لکچر خوند او کیفیت دوندي ډېر و، چي ټولو اورېدونکو ئې د بل لکچر غوښتنه کول، ځکه لومړی لکچر چي په افغانستان کي د ګوندونو پر تاریخ او نظامونو بحث و، نو وعده وسوه، چي په راتلونکې اوونۍ کي به د (په افغانستان کي د ګوندونو لوړي او ژوري) لکچر پاته برخه ډېر تمرکز به ئې پر خلق ډیموکراټیک ګوند، مجاهدینو واکمنۍ او وروستۍ ډیموکراسۍ وي. بله اوونۍ ئې هم په خورا جانانه انداز د ثور له بدلون څخه داسي پيل کا: “د ۱۳۵۷ د ثور انقلاب په افغانستان کي په سیاسي لحاظ ډېر تاثیر ګزاره و، چي په وړاندي ئې اووه(۷) تنظیمونه په پاکستان او اته(۸) نور په ایران کي را منځته او عملاً د واکمن نظام پر ضد یې جګړه پیل کړه، هغه جهادي تنظیمونه چې په پاکستان او ایران کې رامنځته سول نه هغه وخت خپلواک ول او نه هم اوس دي، بلکي هغه وخت او هم اوس د پاکستان او ایران د استخباراتي ادارو له خوا ورته پروګرامونه ورکول کېږي، په افغانستان کي جګړه نه هغه وخت او نه هم اوس کورنۍ جنبه لري، بلکي هغه وخت او اوس هم د سوسیالیزم او کپیټالیزم د دوو قطبو تر منځ جګړه وه او لا هم روانه ده، او بل په افغانستان کي جهاد کامیابه سوی نه دئ، بلکي د یادو قطبو او د جنرال عبدالرشید دوستم د یوې جبهې په ګډي موافقې سره دا پرېکړه وسوه، چي واکمن نظام ړنګ او پر ځای ئې نوی نظام واک ته ورسېږي. چي د هر واکمن نظام ټولي کړني د ګوندي او اساسي قانون په چوکاټ کي نه وي، بلکي د نظام د مخالفانو په خاطر یو لړ داسي پریکړي او چارو ته لاس اچوي، چي هغه د قوانینو او مقرارتو پر خلاف وي.
په سیاسي، ادبي او تاریخي مسایلو کي تېروتني منل او واضیح کول دا یوازي نه چي اساسي او مهمه کړنه ده، بلکي د اخلاقي جراات پر څنګ دا یو سیاسي پوهاوی او خبراوی دئ، ممکن د خلق دیموکرات ګوند ډېرو غړو داسي څه ویلي وي؛ خو عبدالرشید آرین دا وضاحت او صداقت وکئ او خورا په روښانه الفاظو ئې وویل چي: ” رښتیا هم موږ پر خپل وخت ځیني اشتباهات وکړل؛ نو علت ئې دا وو، چي موږ خپله ټولنه په صحیح مانا نه وه پېژندلې، د خلق ډیموکراټیک ګوند د غړو یوه لویه اشتباه دا وه، چي د واک پر سر ئې له یو بل سره شخړه وه او دا باعث سوه چي د دښمن په مقابل کي موږ ناتوانه او پر بېلا- بېلو ټوټو وویشل سوو. د خلق دیموکراټیک ګوند د رامنځته کېدو(۱۳۴۳ هـ ش) مهمه آنګېزه دا وه، چي په ټولنه کي یو لړ ارضي اصلاحات راوړي او سیاسي تجربو ښودلې ده، چي په جامعه کي ریفورم هغه وخت راتلای سئ، چي له واکمن نظام څخه واک انتقال سي او د ثور انقلاب علت همدا و.”
ښاغلي آرین هغه وخت ځوانانو ته خورا ښه او د وخت مطابق سپارښتني او لارښووني په لاس ورکړې او وویل: (په سیاست کي اعتماد کول مانا نه لري، په سیاست کې بغیر د ګوند له نژدو او وفادارو ملګرو څخه پر بل چا اعتماد کول بې مانا خبره ده، یو وضاحت چي هغه وخت ښاغلي آرین ورکړ ماته جالبه او تر اوسه هم د حیرانتیا خو په عین وخت کي د فکر وړ هم دی، چي وویل: ” زموږ اوسنی ګوند (د وطن مترقي ملي ګوند)، اوس د خلق دیموکراټیک ګوند وارثان نه دي، او هغه ګوندونه چي د خلق له ټوټه کېدو څخه په وجود راغلي دي، د خلق دیموکراټیک ګوند وارثان نسي بلل کېدای.”
د ښاغلي آرین هغه درې پنجشنبې (د ګوندونو لوړي او ژوري) موضوع باندي پرلپسې لکچرونه په افغانستان کي د ګوندونو پیدایښت، پایښت او دهغوی مهم رول او تغیرات او په خاص ډول ئې د غړو ژمنتیا او وطندوستي، دا ټول هغه درسونه دي، چي د یوه افغان انسان لپاره نه یوازي چي مهم دي، بلکي د ګوندونو په ماهیت او رسالت هم اګاه واوسي. ښاغلي آرین یوازي پر علمي او اکاډمیکو بحثونو کولو تاکید کاوه او یوازي ئې د مطالعې خبره کول، د هغه فکر او نظر دا و، چي (ټولنه په ناپوهۍ کي ترقي نه کوي، بلکي د ټولني ټولي طبقې باید په پوهي سمبال سي، چي چاپيریال دي هم د پوهي او هم سیاسي شعور ولري.)
خلاصه دا چي رشید آرین د وطندوستۍ سمبول، د علم او فکر د خپرولو رهنما، د ځوانانو د روزني معلم، او د کار و زیار یوه الګو وه، چي د مرګ څخه ئې مخکي په یوې کتابخانه او په دې سپینږرتوب کي کار کاوه، دا یوه پاکه او د وطندوستۍ جذبه او عقیده غواړي. ارواښاد آرین بېچاره چي څومره ډېري لوړي دندي په دې وطن کي اجراه کړي دي، هغه ته په کتو ژوند ئې د دنیا له رنګنیو او هري اسانتیاوو او تجهیزاتو څخه مالامال او مفشن وي؛ خو ژوند ئې د استاد (فرهاد داوري) په وینا: “د ارواښاد کورته چي ورغلم نو د کور پخوانۍ خو وطني غالۍ ئې دوندي شوړیدلي او زړې سوې وې، چي سړی به ئې په لیدلو خپله شرمېدئ، د چای ترموزان به ئې زاړه او ځيني ځایونه مات-مات به سړي ته دا محاسبه رسول چي غربت او حالاتو څومره ځپلی دئ” – په اصل کي رشید آرین د وطن او افغان انسان سره غداري نه ده کړې، چي خپل ژوند ئې په داسي حالاتو کي تېر کړ، چي هیڅ د بلي کومي دورې وزیر، لوی څارنوال دي ئې انتخاب کړي، ممکن نور هم ډېر وي خو زما په ژوند کي یو جبار قهرمان او بل هم دا ارواښاد و. ملګري تاج ولي غورځنګ وايي: (څو اوونۍ وړاندې یو چا ملګریه غږ راباندې وکړ، چې مخ مې ور واړو، نو رشید ارین و.د ژوند او روغتیا پهاړه مې ترې وپوښتل، خو دومره یې څه ونهویل، څومره چې په څو شېبو کې د وطن په اړه وغږېد. وروستۍ خبره یې: «دا هم د شکر ځای دی چې په خپل وطن کې یوو، ځکه که نور هېوادونه جنتونه هم شي، خو پکې تنګ به وې.»
ارین په رښتیا چي د اصیلو آریایانو څخه نجیب او مقدس و. روح ئې ښاده پر ګور ئې انوار د وطن داسي خدمتګاران دي تل په زړونو کي اوسي. ارواښاد رشید آرین د حالاتو، د جاهلانو، د وطن فروشانو او د طبقو د توپيرونو او د ناعادلانه کړنو او ویشونو پر وړاندي داسي جانانه نظم لیکلی دئ. د شعر یوه نمونه ئې:
آسمان ته
اوروه ئې اوروه ئې – لړزوه ئې لړزوه ئې
د هغو ناولي زړونه – چي ساتي غنم ګرانۍ ته
اې برېښنا یوه الغه سه – ور په غاړه د هغه سه
چي په دې یخ او باران کي – خواران لڅ کړيسودخورۍته
درنې تالندي غړومبی کړه – پر سود خورو غم ور هی کړه
تورو لړو، خړو خړو – اوبه ډنډي کړي خوارۍ ته
زیړو څاڅکو سره مله سئ – ستر سېلاب سئ پر راتله سئ
ظلم و زور درسره یوسئ – خاتمه سئ مظلومۍ ته
اې آسمانه غړغړې که – یو وار سترګي پر راسرې که
درنې ټکي پرې را پرېوزه – تې سه تندر ککرۍ ته
مځکي کش کړه تناووه – راچپه کړه باندي غرونه
یو څپه سه زلزله سه – زبېښاکګرو و ماڼۍ ته
نه نه تېروتم آسمانه – څه شي نه غواړم له تانه
کوم اولس چي کتل تاته – ټوله اړ وو تل خوارۍ ته
خواریکښ که هک حیران وه – ټوله خپله ئې پر آسمان وه
خوله ئې تل وي وازه تللې – ویوې ګولې مړۍ ته
زموږ ویسا پر خپل مړوند ده – دا مو لو اسره د ژوند ده
که یو سوک سو، سره یو سو – اړ به نه یو فقیرۍ ته
زموږ چاره یوه چاره ده – انقلاب تېره چاړه ده
ژوند مو ټول مبارزه ده – نه یو ناست زارۍ جګۍ ته
ماخذونه:
- دا لیکوال او دا څېرې، افضل ټکور، کال: ۱۴۰۳هـش دوهم چاپ، کندهار
- زما(غني حسن) یاداښتونه -۱۳۹۲-۱۳۹۳ – کابل
- د عصمت بهیر راپور