استاد شوکتالله عابد
امریکا د خپلو لوړو تعرفو په لړ کې د هند سوداګري هم اغېزمنه کړه. دا د هند لپاره سخته وه چې د امریکا د تعرفو او محصول په ورکولو سره خپل توکي امریکا ته په ارزانه بیه ورسوي، همدا د هندي او امریکايي تولید د رقابت د hot spot ټکی شو. له دې فرصت څخه په استفادې روسیې هند ته د سوداګرۍ نېم ور پرانیست او نېم یې تړلی پرېښود.
د همدې سوداګريزو اړېکو په پایله کې هند ته د روسيې صادرات د 2020 او 2021ز کلونو په پرتله 12 برابره شول، دغه رقم له 5.48 میلیارده ډالرو څخه 63.81 میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسېد. د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو د هند صادرات ۴.۱۳٪ کم شوي چې په ۲۰۲۵ز کال کې تر دې دمه، د دې هېواد د سوداګرۍ بېلانس -۳۲.۱ میلیارده ډالر دی.
د نړیوالې سوداګرۍ له وضعیت او د روسیې د بازار له مطالعې څخه جوتېږي چې هندي سوداګر او صادرونکي له لاندې ستونزو سره مخامخ دي:
– په روسیه کې د هندي تولید توکو تقاضا بیخې ټېټه ده.
– روسي پېرودونکي غربي معیار خوښوي چې په هندي تولید کې دا معیارونه نشته او یا هم ډېر لږ دي.
– په روسیه کې د سریع الفساد (ژر خرابېدونکو) اموالو او خوراکي توکو بررسي سخته او معیارونه لوړ دي، چې مخکني هندي توکي په دغه معیارونو کې ستونزې لري.
– روسیې ته د هند د بانکي سیستم له لوري تادیات او انتقالات نه کېږي. روسيه د اوکراین د جګړې له امله د SWIFT له شبکې څخه بهر شوې او بانکونه یې په دغه شبکه کې مالي لېږد او راکړه ورکړه نه شي کولی.
– د بین المللي تادیاتو په برخه د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم ستونزې شته دي.
د افغانستان لپاره په دې شننه کې لاندې درس نغښتی دی:
ډېر کله څېړونکي او استادان دا خبره کوي چې د افغان تولید او صادراتو لپاره دې د پاکستان بدیل یا د بل هېواد بدیل، یا هم د هغه هېواد او هېوادونو بازارونه وټاکل شي…، خو دلته یوه اساسي خبره او سوداګریز اصل له پامه غورځول کېږي چې:
هر تولید ځانګړي مشتریان او پېرودونکي لري او هر تولید په هر بازار کې نه پلورل کېږي.
مثلاً په پورته شننه کې یوه واقعي پایله دا ترلاسه شوې چې هندوستان په نړۍ کې د غالیو درېیم ستر صادرونکی هېواد دی، چې امریکا ته د هند غالۍ تر ۶۰ سنله او په ځینو کلونو کې له دې هم پورته ان تر ۷۸ سلنې پورې صادرېدې. په امریکا کې هندي غالۍ ښه بازار لري، خو برعکس په روسیه کې هندي غالۍ هیڅ بازار نه لري.
امریکا هندي غالیو تر ټولو ډېر واردونکی هېواد دی چې د ۲۰۲۱ز کال د اپریل څخه د ۲۰۲۲ز کال د مارچ تر میاشتې پورې دوی له هندوستان څخه د 1289.29 میلیونه یا ۱ میلیارد او ۲۸۹.۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ امریکا ته صادرې شوي دي. موخه او پایله دا ده چې لوړه سلنه صادرات کم شو، صادراتي بدیل پیدا او مسیر بدل شو، خو مشتري هم کم شو. دا په مستقیم ډول په تجارتي بېلانس منفي اغېز کوي.
نو؛ د افغان صادراتو کمیت، کیفیت، نهايي نرخ او نورو ځانګړتیاوو ته په کتو، په دې برخو کې لومړی د نړیوالو بازارو ژورې مطالعې Deep Market Research ته اړتیا ده، له هغه وروسته موږ کولی شو د بدیلو بازارونو د ټاکلو پالیسي پلي کړو.
بله مهمه خبره دا ده چې په تولیدي پروسو کې نړیوال منل شوي معیارونه په نظر کې نیول، کورنی او بهرنی باور غښتلی کوي چې په دې سره تولید په بهرنیو بازارونو کې خپل ځای او ونډه ټاکي. اوسمهال له Price Sensitive Customers څخه Quality Sensitive Customers ډېر دي. خو دا چې افغان تولید د پرمختللو DCs هېوادونو په پرتله لږ پرمختللو LDCs هېوادونو ته ډېر صادرېږي، اړتیا ده چې نهايي نرخ او کیفیت دواړه په نظر کې ونیول شي.
پر دې سربېره، په روسیه کې هندي درمل بازار لري، نو د هند صادراتي پالسیۍ کې ممکن د دغه سکتور په پراختیا فکر شوی وي.
افغانستان هم ځینې محصولات لري چې په ځینو بازارونو کې ښه بازار لري، په همدې سکتور کې پرمختیا او انکشاف صادراتي کسر یا د تجارتي بېلانسBoT کسر راکمولی شي.
د بهرنیو هېوادونو په بازارونو کې د افغان تولید د ونډې لپاره له هېوادونو سره سوداګریز تړونونه لرل مهم دي. د بېلګې په ډول د افغانستان بازار له ایراني محصولاتو او تولیداتو ډک دی، برعکس په ایران کې د افغان تولید سهم څومره دی؟! دا څرګنده خبره ده چې ډېر زیات کم دی. دلته اړتیا ده چې د افغان سوداګرو پرمخ تعرفوي او غیرتعرفوي خنډونه لرې شي او د تولید لپاره یې بازار پیدا شي.
په ځېنو سکتورونو کې افغانستان له تقاضا پورته تولید لري، لکه په ګول سیخونو کې، نو اړتیا ده چې د دې تولید لپاره پر پاکستان او ازبکستان سربېره نور بازارونه هم پېدا شي.
لنډه دا چې:
– د افغان تولید په کیفیت او کمیت کار کول؛
– د افغان تولید لپاره مشتري او تقاضا لرونکي بازارونه موندل؛
– د صادرونکو او صادراتو پرمخ د تعرفوي او غیرتعرفوي خنډونه لرې کول؛
– د افغان تولید په شته بازارونو کې د ونډې پراختیا ته کار کول او په دې برخه کې له جوانبو سره د سوداګرۍ د ارزښت د ډېروالي تړونونه کول؛
– د افغان سوداګرۍ او د صادراتو د قوت په نقطو تمرکز کول، د افغانستان د اقتصادي ودې، پایداره سوداګرۍ او سوداګریز بېلانس د کسر په مخنیوي کې مرسته کوي.
۲۱/۸/۱۴۰۴- کابل