شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهبریښنا وزارت: یو ترکي شرکت ۲۰۰ میګاواټه بادي بریښنا راته تولیدوي

بریښنا وزارت: یو ترکي شرکت ۲۰۰ میګاواټه بادي بریښنا راته تولیدوي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ ) د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې یو ترکی شرکت به په افغانستان کې د بادي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

 د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د یاد شوي وزارت لپاره د دوی واکمن ملا عبدالطیف منصور په دې اړه د ترکي شرکت له مشر سلیمان ګیلاوو سره لیدلي او خبرې یې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو له بېلابېلو سرچینو څخه د پانګونې او د انرژۍ د تولید په پروژو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملا منصور وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره فرصتونه شته.

د دې خبرپاڼې له مخې، تر دې مخکې د ترکیې “۷۷ شرکت” د افغانستان د انرژۍ په برخه کې پانګونه کړې وه. ویل کیږي، چې دغه شرکت په هلمند ولایت کې د “کجکي” بند د پروژې په دویم فاز کې هم کار کړی دی.

دغه شرکت په ۲۰۱۹ کال کې له «برښنا» شرکت سره د باد له سرچینو څخه د برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان نیږدې ۷۰ سلنه بریښنا له منځنۍ اسیا واردیږي. دغه هېواد د بریښنا لپاره د اوبو، لمر او نورو طبیعي زېرمو پراخې سرچینې لري.

د برشنا شرکت د شمېرو له مخې، د افغانستان پلازمېنه کابل له ۷۰۰ میګاواټه ډېرې برېښنا ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې تر ۲۰۰ مېګاواټه کمه برېښنا د وارداتي برېښنا له لارې وېشل کېږي.

طالبانو مخکې هم د بریښنا او نورو برخو لپاره د بهرنیو پانګوالو د پانګونې اعلانونه کړي، خو عملاً د دغو اعلانونو د چارو پیل لږ لیدل شوي.

2 COMMENTS

  1. همدی شرکت ۷۷ په ۲۰۲۰ کی د جمهوریت سره هم د همدغی پروژی قرار داد کړی وو او په دوه کاله کی یی د تکمیل ویلی وو . ولی تر اوسه یی هیڅ شروع هم نده کړی . و ګوری د پژواک ریپور

  2. ماهی چه هر وخت له اوبو راوباسې تازه وی.

    ډیر ښه زیرۍ دۍ.
    د ازاد اباد او سوکاله افغانستان په هیله.
    مړتت منافق او تختیدلی ټامیان یی د لوستو حق نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب