شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې اقتصادي ناورین؛ د حج سهمیې داوطلبان یې پوره نه شول

پاکستان کې اقتصادي ناورین؛ د حج سهمیې داوطلبان یې پوره نه شول

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ ) د پاکستان د مذهبي چارو د وزارت ویلي، چې دغه هېواد د لومړي ځل لپاره حج سهمیې داوطلبان پوره نه کړل او ۸ زره سهمیې یې بیرته دغه سعودي عربستان ته ور وګرځول.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په وینا، سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله لږ شمېر پاکستانیان حج ته ځي او دغه سهیمې تشې پاتې شوي دي.

دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې ویل شوي وو چې په ټولیزه توګه د ۸۹۶۰۵ دولتي سهمیو له جملې څخه ۸۰۰۰ غوښتنلیکونه بې داوطلبه پاتې شول.

له دې سره، پاکستان له شاوخوا ۲۴ میلیونه ډالره لګښت څخه پاتې شو.

ایکسپریس ټریبیون دا “بې ساري پریکړه” په پاکستان کې د سخت انفلاسیون او د ډالرو د کمښت پایله ګڼي.

د یاد شوي وضعیت یو اصلي دلیل د اقتصادي ستونزو شدت او د ډالرو پر وړاندې د کلدارو د بیې کمیدل ښودل شوي.

1 COMMENT

  1. قدرمنو د پاکستان خلک ډیر هوښیار دی ، دوی د مبارکې کعبی د حج په عوض د زړونو حج اکبر ته مخ اړولی او د حج پیسې خپلو خلکو ته په عام المنفعه چارو باندی لګوی . غوړی لا غوړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب