جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: طالبانو تېرو ۶ میاشتو کې ۲۷۴ نارینه او ۵۸ ښځې...

ملګري ملتونه: طالبانو تېرو ۶ میاشتو کې ۲۷۴ نارینه او ۵۸ ښځې په عام محضر کې وهلي دي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۸ ) ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د دغه رپوټ له مخې، همدا شان په دې موده کې يو تن د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدام شوی دی.

دغه سازمان د طالبانو له خوا د اعدام سزا د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په اداره یا یوناما کې د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر ویلي، جسمي سزا له شکنجې ضد کنوانسیون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي.

هغې وویل چې ملګري ملتونه د اعدام له سزا سره سخت مخالفت کوي او له طالبانو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې ودروي.

 د دغه راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، دغه سازمان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې او د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر ۱۲مې نېټې پورې د ولایتي، ولسوالیو او استیناف محکمو له خوا د فزیکي مجازاتو لږ تر لږه ۱۸ قضیې مستند کړي دي.

غور ولایت په دې دوره کې تر ټولو لوی مستند شوی شمېر درلود.

د یوناما د راپور له مخې، په ۱۸ مستند شویو قضیو کې د دوو ماشومانو (دواړه انجونو) په ګډون ۳۳ نارینه او ۲۲ ښځې مجازات شوي دي.

طالبانو بیا د خپلو دغو کړنو دفاع کړې او ویلي، چې د شرعي حدودو په نوم به دوام ورکړي.

3 COMMENTS

  1. وحشي د افریقا سپویو ته ګوره چې په ذلیلو ښځو ځومره ظلم کوي ! نالت ددوی په فاسد اسلام چې یوه مافیایې لاره ده!

  2. اسلامی حدود جاری ساتل د اسلامی امارت وجیبه ده.
    هیله ده چه خپله دنده په پوره ایماندارۍ تر سره کړی.
    مړتت منافق او تختیدلی ټامیان یې د لوستلو حق نلری

  3. د لوده زویه په کومه پښتو او په کوم قانون ته پردۍ ښځې وهې ؟؟ نالت د ستا په ما فیایې اسلام شي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب