پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمتقي: که پاکستان سوله غواړي باید له ټي ټي پي سره خبرې...

متقي: که پاکستان سوله غواړي باید له ټي ټي پي سره خبرې وکړي

تاند(دوشنبه، د ثور۱۸مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، که پاکستان سوله غواړي باید اسلام اباد له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره خبرې وکړي.

ده همداراز وویل، هیواد یې له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا غواړي.

ښاغلي متقي په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت ته په وینا کې وویل، افغان طالبانو د پاکستان او  ټي ټي پي ترمنځ د سولې د خبرو اسانتیا برابره کړې وه او بیا هم دواړو خواوو ته د خبرو زمینه برابرولی شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ، پاکستان او ټي ټي پي باید په خپل منځ کې اختلافات حل کړي.

ده زیاته کړه:«موږ د پاکستان په خاوره کې وینه بهېدا او ناکراري نه غواړو.»

متفي همداراز وویل چې د پاکستان د حکومت او  ټي ټي پي ترمنځ لانجه مخکینۍ ده او تر دې وړاندې چې افغان طالبان واک ته ورسیږي د دوی ترمنځ اختلاف و.

متقي د افغانستان په خاوره کې د تروریستي ډلو حضور په کلکه رد کړ او ویې ویل چې دا شل کاله پخوانۍ پروپاګنډه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب