جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنبي عیسی خېل د سرطان د درملنې روغتون جوړوي

نبي عیسی خېل د سرطان د درملنې روغتون جوړوي

تاند: ( دو شنبه، د غويي ۱۸ ) ‏‏ د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره روغتون جوړوي.

ښاغلي عیسی خیل د دغه روغتون جوړول یوه لویه پروژه او اوږده لاره وبلله او ویې ویل چې د روغتیا وزارت په مرسته به یې ترسره کړي.

نوموړي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په غونډه کې چې د تلسیمیا ناروغۍ په اړه جوړه شوې وه وویل: د خپل روغتون یوه برخه به د تلسیمیا ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړې کړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړي دغه راز له نړيوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د تلاسيميا پر ناروغۍ له اخته ماشومانو سره مرسته وکړي.

نوموړي د جوړيدونکي روغتون په اړه نور جزییات ورنه کړل.

مخکې نبي عیسی خیل ويلي وو، چې د ادې په نوم به په افغانستان کې يو لوی روغتون جوړوي.

د هغه تازه اعلان يو ځل بيا د خلکو له پراخ هرکلي

سره مخ شوی.

6 COMMENTS

  1. بې له ریا ، هیاهو او هرډول سیاسی دریځ نه عیسی خیل ته وایم زنده باد!
    افغان ولس دداسې عام المنفعه، ملی ولسی او اسلامی عزم اوتصمیم هرکلی کوې کوم نوم چې تا ورته ټاکلی دادب او ښکلا ستره نمونه ده.یوملک هم دادې مفهوم لری!!!!
    آدې کولای شی له دې ناوړه ناروغی سره په کلکه مجادله وکړی دا بیورلی ولس به ستا دغه خیریه انسانی او ولسی اقدام تل ستایی او تاته به یې عملا دنیاوی او اخروی ګټه ورسیږی فی الدنیا حسنة وفی الاخرة حسنه.

  2. اوس له د نيک کا سره بايد ټول خواخوږي او افغان دوسته وتنوال هر شانته کومک وکړي خو اول بايد ښاغلي نبي بانکي حساب خلاس کړي او هغه د تاند له او نورو بريښناپاڼو له خوا اعلان کړي تر څو په بهر کي اوسيدونکي افغانان مالي کومک وکولای شي چي دا روغتون جوړ او په مودرنه اړين تبي الاتو سمبال شي.

  3. نبی وروره کور د ودان.
    ریښتینۍ افغان ته یې.
    الله ج د دین دنیا ښایسته کړه. د زړه ارمانونه د پوره شه.
    یا الله هری مور ته نبی غوندې اولاد نصیب کړې.

  4. نبی جانه سلامږ
    دنیکو اخلاقو نمونه یی الله ددیر اجرونه درته درګړی
    دافغانانو افتخارییږ

    عبدالحی صاحبزاده

  5. دا یو ډیر نیک نظر دی او زه ورته ډیر بریالیتوب غواړم. ولی په عمل کی ددی ترسره کول یو دروند کار دی. د سرطان درملنی لپاره د یوه ښه تعمیر ترڅنګ پوه او تجربه لرونکی خلک پکار دی. دوی باید نه یواځی ښه تشخیص وکولی شی، بلکه د تداوۍ لپاره باید ښی او کیفیت لرونکی دواګانی هم وجود ولری. دا دواګانی به د کوم ځایه راځی. زه پوهیږم چی په افغانستان کی یوه دوا هم نه تولیدیږی. پخوانۍ دواګانی (چی کیمیاوی منشا لری) ډیر جانبی عوارض لری. نوی بیولوژیکی دواګانی د تولیدولو لپاره خاص مهارت غواړی او حتی زمونګ په ګاونډیو هیوادونو کی هم نشی تولیدیدای. اکثره یی تر اوسه لا د Patent لاندی دی. همدا رنګه د Thalassemia ناروغی هم جینیتیکی منشا لری او تداوی یی یا په کلاسیکه توګه (د وینی او د هډوکی د مغز ترانسفیوژن) او یا په عصری توګه (جینیټیک انجینیرینګ) ترسره کیدای شی.
    بیا هم د خواشینۍ ځای دادی چی زما او زما په څیر نور هیوادوال چی په دغه مسلک کی یی په کلونو کار کړی او کولی شی خپل هیواد ته خدمت وکړی، هیڅکله به ونه غواړی داسی یو هیواد ته راستانه شی چی پکی هره ورځ د انسانانو حقوقو او کرامت ته سپکاوی کیږی او مجبور به وی چی یوه غیرمسلکی او ناپوه ملا ته ځواب ویونکی واوسی…

  6. نن مي ټویټر کاته په پآکستان کې اوسه تازه لاریونونه او عمران خان په اړه لیکنې مې کتلی، یو پوست چې الجزیری نشر کړی وو په هغه کې د عمران خان د پیدايښت او عمران خان له لوری په ۱۹۹۱ کې دسرطان د درملنی په اړه د یوه روغتون یا هسپتال جوړول یی لیکلې وو موږ داسې نشی چې د نبی عیسی خیل آخرین انجام همداشان شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب