جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله درو وهلو دفاع؛ مجاهد: مثالي عدالت او قضا مو رامنځته کړې...

له درو وهلو دفاع؛ مجاهد: مثالي عدالت او قضا مو رامنځته کړې ده

تاند: ( دو شنبه، د غويي ۱۸ ) ‏‏ د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد د دوی د درو وهلو او نورو مجازاتو له امله، له سختو نيوکو سره د مخامخ شوي قضايي سيستم دفاع وکړه.

نن ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د دغه رپوټ له مخې، همدا شان په دې موده کې يو تن د طالبانو له خوا په عام محضر کې اعدام شوی دی.

دغه سازمان د طالبانو له خوا د اعدام سزا د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو وياند بيا وايي، چې د دوی‏ د محاکمو د فعالیت او شرعي احکامو د انفاذ په اړه، د یوناما تازه ادعاوې او اندیښنې بې اساسه دي.

هغه ادعا کوي ، چې په افغانستان کې قضایي سیستم له پخوا نه ډیر قوي، او عدالت تامین شوی او د هیوادوالو حقوقو ته د اسلامي احکامو په رڼاکې رسیده ګي کیږي.

د ذبیح الله مجاهد په باور، که اوس هم څوک پر دې پرمختګونو او لاسته راوړنو سترګې پټوي او بې باوري رامنځته کوي، بي انصافي ده.

طالب وياند زياتوي:« افغانان پوهیږي چې دلته مثالي عدالت راغلی چې په نتیجه کې یې سرتاسري امنیت تامین شوی، شفاف قضایي سیستم رامنځته شوی او لا یې هم د تقویې لپاره هڅې روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو رژيم له تورنو کسانو سره په دوه ګوني چلند تورنیږي او تور پرې پورې دی، چې د اخلاقي او مالي فسادونو تر حده خپل تورن طالب ملګري ازاد پريږدي او نور خلک په عادي تورونو په

سختۍ شکنجه کوي.

5 COMMENTS

  1. له دې خرو او حیواناتو د انسانیت طمعه نه کیږي دا دعربو په غيڼ غوول شوي حرامیان دي چې شرم او وجدان نلري !

  2. د ښاغلی مجاهد خبرې ریښتینی دی.
    له نړیوالو مو هیله دا ده چه زموږ په کورنیو چارو کی لاسوهنه ونکړی او خپلې مشورې هغه چا ته ورکړی چه ورته ضرورت لری.
    موږ شکر مسلمانان یو شرعی قانون لرو او عمل پرې کوو.
    موږ ته ستاسو د دموکراسۍ
    هغه قانون چه نر ته په نر او ښځې ته په ښځې د سپریدو اجازه ورکوی هم معلوم ده.
    موږ ته دا هم معلومه ده چه ستاسو دموکراسی په همدغه د سپریدو په ماده تکمیل کیږی.
    یعنی که کوم هیواد په خپل قانون کښې پورتنۍ ماده ځاې نکړی دموکراسیې نیمګړی بلل کیږی او فشارونه پری اچول کیږی.

    مړتت منافق او جمهوریتی ټامیان یې د لوستلو حق نلری.

  3. له دې مثالي قضا به ښه دا وي چې اميرالمؤمنين مو ولس ته راښکاره شي.
    هېڅ دک ودليل نشته چې له ولس دې پټ واوسي او رسنيو ته دې نه رامخته کيږي.
    موسی عليه السلام چې طور ته د الله په بلنه د الله ليدو ته ورتلو، نو هارون يې په قوم کې پرېښووه او دا يې ورته ونه ويل چې زما تر راتګ پورې له خلکو ځان پټ کړه، نو د دی اميرالمؤمنين د غيابت تر شا څه پټ راز دی؟

  4. ترڅو پوری به ددروغو او ښکاره منافقت په مټ د خلکو په سترګو کې خاوری اچوۍ او د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره به ددین پوستکي اغوندۍ چی عام ولس چی د اسلام د مقدس دین سره مینه لری تیرباسۍ.

    د قوماندان حقبین ستر استقبال مو د تش په نامه شرعی نظام او عمری عدالت نه پرده پوزته کوی. همدا راز د عالم ګل حقانی ، قاری خوستي او نورو تالبی مجریمینو ته پروټوکول ورکول ستاسو د عمری عدالت او جعلی شریعت اصلی څیره په ډاګه کوي.

    پدی ښه پوهیږو چی دین او مذهب مو د عصري وسلی په څیر د خپلو غیری انساني او غیری اسلامی ګټو د لاسته راوړلو لپاره په ډیر ښه مکارت او مهارت سره کارولې او کاره وۍ يی.

    خو د خوښۍ خبره داده چی اوس مو ولس په دروغجنو شعارونو نه تیروځۍ او ستاسو ناروا کړنۍ په خپلو سترګو له نږدي ویني او ښه قضاوت کولی شي.

    هغه پښتو متل دی چی وايی کور وسو خو دیوالونه يی پاخه شول. ستاسو واک ته رسیدل او په واک کې پاتی کیدل که څه هم افغانستان او د افغانانو نسلونو ته دروند زیان رسوي او د تیارو کندو ته يی اچوی خو کیدی شی د افغانستان راتلونکی نسلونه ستاسو له شر او فساد نه وژغوری او نور درباندی افغانان تیر نه وځي.

  5. دا مسلمانان نه بلکه داسلام ضد ډله ده دوی نه پخپل زور راغلی او نه په خپله اراده امریکا دی اسلام د نام بدی لپاره راوستی او هر وخت امریکا وغواړی بیرته به یې ورکوی څرنګه چی امریکا څلورویشت ګینتی یې د ډرون په واسطه تعقیب وی همداسی یو یو وزلی هم سی تر هغوی پریږدی چی اسلام ښه بدنامه کړی او بیا څوک داسلام او ملا نوم په خوله وانخلی نو خدای مخکه له دی نه چی زمونږ اسلام بدناموی خدای دی دوی بدنامه او ورک کړی انشالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب