جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپښتنو ملتپالو مشرانو له امیرخان متقي څخه څه غوښتنې وکړې؟

پښتنو ملتپالو مشرانو له امیرخان متقي څخه څه غوښتنې وکړې؟

تاند(دوشنبه، د ثور۱۹مه) په پاکستان کې پښتنو ملتپالو مشرانو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته ویلي چې نجونو او ښځو ته حق ورکړي او انتخابات ترسره کړي.

د عوامي نشنل ګوند د خیبرپښتونخوا صوبايي مشر ایمل ولي خان پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي چې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې یې له هغه وغوښتل چې په افغانستان کې دې انتخابات وشي او نجونو ته دې اجازه ورکړل شي چې ښوونځي او پوهنتونونه ولولي.

ایمل ولي خان همداراز لیکلي چې له امیرخان متقي څخه دوی وغوښتل چې په افغانستان کې د سیاسي او دیموکراتیک نظام پروسه د ولس په وسیله د هغوی داستازو په انتخابولو بشپړه کړي.

ده لیکلي چې دوی له طالبانو په کلکه وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.

ده دا هم لیکلي، د ټولې نړۍ د دیني عالمانو د مشرانو اولادونه زده‌کړه کوي او په کار ده چې افغان ماشومانو ته دا حق ورکړل شي.

د پاکستان د څلور ورځني سفر په لړ کې له امیرخان متقي سره د ایمل ولي خان، محمود خان اڅکزي او مولانا فضل الرحمان په شمول یو شمېر سیاسي مشرانو وکتل.

ځینو افغانانو په دې غوسه څرګنده کړه چې ولې پښتنو ملتپالو مشرانو له متقي سره کتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب