Homeخبرونهایمل ولي: متقي نه مې د ټاکنو او د نجونو د زده...

ایمل ولي: متقي نه مې د ټاکنو او د نجونو د زده کړو غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۹ )  د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشر “ایمل ولي خان” پر خپل فیسبوک لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ” مولوي امیر خان متقي” سره یې په لیدنه کې  دې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید ټاکنې ترسره او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، په دې کتنه کې یې له متقي وغوښتل چې په افغانستان کې د ولسواکۍ او سیاسي نظام د تطبیق او بشپړولو لپاره د دغه هېواد د اتباعو ته د خپلو استازو د ټاکلو په برخه کې کار وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې غونډه کې یې د نجونو د زده کړو پر حق هم ټینګار کړی.

ایمل ولي دا ادعا هم کړې، چې په افغان خاوره کې فعال پاکستاني طالبان او نورې ډلې د پښتونخوا او بلوچستان له خلکو باج غواړي.

 طالبانو د نوموړي د ادعا شویو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ایمل ولي او بل پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی د پاکستاني ملایانو په ملتیا پاکستان ته د طالب وزیر ملا متقي د سفر پر مهال له نوموړي سره د لیدنې له امله د طالبانو د مخالفانو سختو نیوکو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...