جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې د داعش د یوه مهم مشر د وژلو خبر ورکړل...

کابل کې د داعش د یوه مهم مشر د وژلو خبر ورکړل شوی

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۹ )   د طالبانو خبري سرچینو ویلي، چې د دوی د رژیم استخباراتي ځواکونو د تېرې جمعې ورځې عملیاتو کې د افغانستان لپاره د داعش ‌ډلې مرستیال انجینر عمر وژلی دی.

ویل شوي، چې نوموړی په حیدر، فریدون او سکندر نومونو هم مشهور و.

سرچینې زیاتوي، چې یاد کس د کابل بګرامیو ولسوالۍ اړوند بتخاک څلور لارې سیمه کې په ځانګړو کشفي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، نوموړي د کابل ورستیو بریدونو کې مهم رول درلود.

طالب سرچینو دا خبر په داسې مهال خپور کړی، چې پرون د دوی د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په اسلام کې د یوې غونډې پر مهال وویل: په افغانستان کې هیڅ یوه ترهګره ډله موجوده نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب