جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامرخېل: ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو د یوه اروپایي هېواد هومره مرسته...

امرخېل: ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو د یوه اروپایي هېواد هومره مرسته هم نه ده کړې

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۹ )   د ملي ثبات ټولنې مشر او مخکینی چارواکی ضیا الحق امرخېل وایي د افغانستان ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو د طالبانو رژيم سره د مرستو له ژمنو سره- سره تراوسه د یوه اروپایي هېواد د مرستو هومره عملي مرسته هم نه ده کړې.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو لویه برخه لا هم امریکا متحده ایالات برابروي.

د ده په باور، روسیه او چین له ډېرو امکاناتو او ژمنو سره لا هم طالب رژیم او افغانانو سره لازمې مرسته نه کوي.

امرخېل همدې ته په پام سره، په اسلام اباد کې د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ غونډې او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو ژمنو ته خوشبینه نه بریښیده.

نور شنونکي هم باور لري، چې د سیمې او ګاونډ هېوادونه له طالبانو څخه د سیاسي استفادې لپاره دوی ته د مرستو وعدې ورکوي، خو عمل کې یې د پام وړ مرسته نه ده ورسره کړې.

4 COMMENTS

  1. زمونږ هیواد د ښکار پسه جوړ شوی ، پستی پستی غوښی یی اروپای او امریکای لیوانو وخوړی او چور کړی او پاتی شونو او هډوکو ته یی سیمیز ګیدړان او سپی راټول سوی دی

  2. شهاب
    هوکی همداسی ده خو که رښتیا ووایو ډیری پستي پستی غوښي يي دا ۴۵ کاله پاکستان جان هم وخوړي. د اټوم خاوند شو/ پخ نړۍ کې اوم صنعتي هیواد ګڼل کیږي. او اوس د زبرځواکونو ترمنځ هم د لوبو توان لرونکی.

  3. امیرخیل بی انصافی کوی.
    د امریکی او انګریز او ناټو دا مرسته به هیڅله تاریخ هیره نکړی چی :
    زموږ ټول حواس ئی شل کلونه د دموکراسی د مشق او تمرین پر میز مصروف را ساتلی وه خو دوی زموږ د طبیعی منابعو په چور او چپاول اخته وه. موږ لا د دموکراسی د نتائجو په انتظار کی ناست ؤ چی باببره مو د کور د دیوالونو او کړکیو او دروازو له لیاری د امریکی او انګریز ببر سری انډیوالان را دننه سوه او په لوړ آواز ئی را ته وویل 《 پورته کی لاسونه، ښور و نه خوری 》.
    بناً
    اروپائیان او امریکائیان نن ورځ نه یوازی زموږ پر حال نه ژاړی بلکه را باندی خاندی هم دا لا پریږده چی پر خپل حال مو خپلی ژړا ته هم نه پریږدی.

  4. پنجاب زمونږ ټوله رشقه وخوړه ، تاسو یې لا مږه بولئ ؟
    زمونږ سل کلنه ملي ، مجهزه او تجربه کاره اردو یې کباړ کړه ، 700 جت جنګي ، ښکاري ، کشف او ترانسپورتي الوتکې له منځه لاړې . لونا ، سکات ، اوراګان توغندي یې خپل هېواد ته یووړل . 4500 عصري ټانکونه او په زرګونو نقلیه او زرهي وسایط د کباړ په بیه خرڅ شول . زمونږ د نیکونو هډوکي ، د ونو ریښې پنجاب ته ورسېدي ، زمونږ معدنونه یې چور کړل . د ظاهرشاه ، داود تر دوکتور نجیب الله وخت پورې د افغانستان ټول اقتصادي بنسټونه یې ویجاړ کړل . ځان یې په اتومي وسلو او اف 16 پرمختللیو الوتکو سنبال کړ . د مجددی ، رباني او کرزي په شان خپل جاسوسان یې راباندې حاکمان کړل او دادی اوس زمونږ دهېواد کورنۍ او خارجي سیاست په خپل واک کې لري. دا بېچاره ګاونډی نور څه وکړي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب