شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله پاکستاني خوړو سره د افغانانو نابلدتیا؛ «نه يې شو خوړلی، که...

له پاکستاني خوړو سره د افغانانو نابلدتیا؛ «نه يې شو خوړلی، که ویې خورو، ناروغېږو»

خبریاله: خاطره نوري

(سې شنبه، د ثور ۱۹ مه) د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه څنډه کې پر ونو او بوټو د پوښل شوي غره پر سر د یوه رسټورانټ د خوړو سالون ته ورغلم چې ګڼ‌شمېر کسان پکې ګڼو مېزونو ته د خوړو لپاره راټول شوي وو او ځینو یې ډوډۍ خوړله.

په دې منځ کې یو د ۳۸ یا ۴۰ کلونو عمر لرونکی کس هم د یوه مېز مخې ته ناست و چې ډوډۍ یې ورته راوړه، خو هغه له خوړو د یوې مړۍ په کولو سره د هوټل ګارسون راوغوښت او ورسره پر خبرو لګیا شو. ګارسون له هغه سره تر خبرو کولو وروسته ولاړ او څو شېبې وروسته یې نور خواړه راوړل او د دغه کس مخې ته یې کېښودل.

زه چې دغه هوټل ته د راپور جوړولو په موخه ورغلې وم، دغه کس مې پام ورواړاوه او تر څار لاندې مې ونیوه. یاد کس چې له تازه خوړو دوه درې مړۍ وکړې، نور له ځایه اوچت شو او په تریو تندي له هوټله ګړندی را ووت. ما غږ پرې وکړ، ځان مې ور وپېژنده او له هوټله د وتلو لامل مې ترې وپوښت.

دغه کس هدایت‌الله احدي و چې شاوخوا یو کال مخکې له افغانستان څخه پاکستان ته کډوال شوی دی. هغه چې د خپلو خبرو په ترڅ کې څو څو ځله د افغاني خوړو ستاینه کوله، وویل، له پاکستاني خوړو سره نابلده دی او همدا لامل و چې ډوډۍ یې پر مېز پرېښوده او ترې راووت.

نوموړی زیاتوي: «افغانان چې کله له افغانستانه راووځي، لومړی څه چې له لاسه ورکوي، هغه افغاني خواړه دي. افغاني خواړه د ښه نوم تر څنګ، ښه خوند هم لري، خو پاکستاني خوراکونه ما ته خوند نه راکوي. بل دا چې خواړه ډېر ترخه جوړوي».

د احدي په وینا، پاکستانیان د خوړو په پخولو کې بېلابېلې مسالې او مرچ کاروي او هغه دومره توند وي چې د نورو هېوادونو خلکو ته یې خوړل ناشوني شي او که یې خوري، د معدې پر ناروغۍ یې اخته کوي.

دا یوازې هدایت‌الله احدي نه دی چې د پاکستاني خوړو له توندوالي کړېږي، بلکې ګڼ‌شمېر نور افغانان هم له ورته ستونزې سره مخامخ دي.

په پاکستان کې یوه ۲۳ کلنه افغان کډواله مژګان هم وايي چې په پاکستاني هوټلونو کې د ډوډۍ له خوړلو سره سم یې روغتیايي وضعیت خرابېږي. هغه وايي، په خوړو کې د ډېرو غوړیو او مصالو کارېدو له کبله پاکستاني خواړه نه ‌شي خوړلی.

مژګان زیاتوي: «زه تر ډېره بریده کوښښ کوم چې په کور کې افغاني خواړه پاخه کړم، خو کله‌ نا‌کله اړ کېږو چې هوټل ته ولاړ شو، هلته ډوډۍ وخورو او دا مو بیا پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي».

په همدې حال کې یوشمېر افغان نجونې بیا د توندو خوړو له امله ورته د پوستکي د بېلابېلو ناروغیو پیدا کېدل ځوروي.

په کابل کې د ټلوېزیوني خپرونو پخوانۍ چلوونکې سحر الکوزۍ چې اوس په پاکستان کې اوسېږي وايي، د توندو پاکستاني خوړو له امله یې پر مخ بخار را ښکاره شوی دی. سحر زیاتوي: «د هوټل په ډېری خوړو کې مرچک کاروي. د مرچکو خوړل پر مخ باندې د دانو را ختلو او د ظاهري ښکلا زیانمنېدو لامل کېږي».

بله‌ خوا د پوستکي د ښکلا متخصص ډاکټر ثاقب یوسفزی هم وايي چې د توندو خوړو خوړل نه یوازې پر معدې، ساه ‌لنډۍ او ستوني ناوړه اغېزې کوي، بلکې د نارینه او ښځینه‌ و، په تېره د تنکیو ځوانانو او پېغلو پر پوستکي بدې اغېزې هم پرېباسي.

ثاقب یوسفزی زیاتوي: «د مرچکي او تېزو مسالو کارول د ټولو خلکو، په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا اوسېدونکو لپاره چې ورسره عادت نه دي، د پوستکي د الرژي یا د مخ سوروالي او سرو دانو د پیدا کېدو لامل کېږي. په دې سره د انسان نیمايي ښکلا د څه مودې لپاره منځه ځي».

خواړه د هېوادونو د نورو ځانګړتیاوو تر څنګ، هغه څه دي چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه پرې پېژندل کېږي. بریاني، چکن تیکه، چنا چټ، الو قیمه، دال قیمه، سمبوسه، سجي کباب، نیهاري او ګولکپي چې د پاکستان مشهور خواړه بلل کېږي او ښايي د دغه هېواد اوسېدونکې یې ډېر په اسانۍ وخوري، خو افغانان یې د ډېر توندوالي له امله ځکه نه‌ شي خوړلای چې د دومره مرچو او مسالو لرونکي خواړه یې نه‌ دي خوړلي او معدې یې ورسره عادت نه ‌دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب