یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهسلګونه افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شول

سلګونه افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شول

تاند(دوشنبه، د ثور۱۹مه) روانه میاشت له پاکستان څخه سلګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته راغلي دي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره اوونۍ د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه ۹۴ کورنۍ هیواد ته راستنې شوې چې د هغو په منځ کې ۶۲۵ تنه په خپله خوښه او ۵۱ نور په زوره هیواد ته راګرځول شوي دي.

راستانه شوي کسان د ملګروملتو د مهاجرت نړیوالې ادارې یا آی او ایم او د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ته معرفي شول.

همداراز د ناروې د کډوالو شورا دفتر راستنو شویو کډوالو ته یوه اندازه مرستې ورکړې.

له ایران څخه کابو هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته راشړل کېږي خو له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو بهیر د طالبانو له واک ته رسیدو مخکې لا درېدلی و.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لسګونه زره افغانان، په تیره بیا نسبتاً شتمن او تعلیم یافته پاکستان ته لاړل چې د دغه هیواد له لارې اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا ته پناه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب