پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد راکړې ورکړې د ودې لپاره د اسلام کلا بندر څلرویشت ساعته...

د راکړې ورکړې د ودې لپاره د اسلام کلا بندر څلرویشت ساعته شو

تاند(دوشنبه، د ثور۱۹مه) د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام کلا بندر له لارې د دوو هیوادونو د سوداګرۍ د ودې لپاره ګمرکي خدمات څلرویشت ساعته شول او دا بندر به شپه ورځ پرانیستی وي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او ایراني رسنیو نن وویل چې د کابل – تهران د موافقې پر اساس د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړې او ترانزیت د لا پراختیا لپاره به د اسلام کلا بندر څلرویشت ساعته پرانیستی وي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تیر لمریز کال د حوت په لومړیو کې د ایران د رضوي خراسان مرکز مشهد ته په سفر کې د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرکي او ترانزیتي خدماتو د ودې لپاره د اسلام کلا بندر د څلرویشت ساعته کېدو غوښتنه کړې وه.

له دې لارې د ورځې په متوسط ډول ۵ زره کانتینرونه، لارۍ اوموټرونه تیریږي.

مخکې تر دې چې د اسلام کلا بندر څلرویشت ساعته شي، په دغه بندر کې د کار وخت ۶ ساعته و.

ایران حاضردمه د افغانستان تر ټولو ستر تجاري شریک دی.

د دوو هیوادونو د راکړې ورکړې کالنۍ اندازه ۲ میلیارد ډالرو ته رسیږي چې په دې منځ کې ایران ته د افغانستان صادرات یوازې شل میلیون ډالره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب