چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا مخترع ولې استعفا وکړه؟

د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا مخترع ولې استعفا وکړه؟

تاند- د کمپیوټر ساینسپوه جیفري هینټن، چې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلیجنس پلندر بلل کېږي، په ګوګل کمپنۍ کې له دندې استعفا وکړه او په دې توګه یې د مصنوعي ذهانت د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلي هینټن، چې د مصنوعي ذهانت د اساسي ټکنالوژۍ مخترع دی، له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې د مصنوعي ذهانت پرمختګونه د بشر او بشري ټولنې لپاره جدي خطرونه لري.

ده وویل:«مصنوعي ذهانت له پنځه کاله پخوا سره پرتله کړئ، دا توپیر په نظر کې ونیسئ او بیا فکر وکړئ چې که په دې ډول وضعیت روان وي، نو راتلونکې وحشتناکه ده.»

د ښاغلي هینټن په وینا، مصنوعي ذهانت د ډیجټل ټکنالوژۍ د سترو کمپنیو ترمنځ د سیالۍ له کبله په بې ساري سرعت د پرمختګ په حال کې ده. ډیر خلک به کار له لاسه ورکړي او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو په وسیلې به بدل شي.

دی ټینګار کوي، ډېره سخته ده چې د مخربو کسانو له لوري د ورانکارو چارو لپاره له دې ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو مخه ونیول شي.

ګوګل او د چټ جي پي ټي جوړوونکې کمپنۍ (اوپن اي آی)، چې د مصنوعي ذهانت په ټکنالوژۍ کار کوي، له تېر کال راهیسي د داسې سیستمونو په جوړولو کار پیل کړی چې د انترنیټ له نړیوالې شبکې څخه ډیر زیات معلومات ترلاسه کوي او کار ورڅخه اخلي.

ښاغلی هینټن وايي، دا سیستمونه له دې کبله چې ډیر معلومات تحلیلولی شي، د انسان ذهن ورپسې نه شي رسیدای او ښايي کوم کار چې مصنوعي ذهانت کوي، د انسان د مازغو تر وړتیا ډېر ښه وي.

د جیفري هینټن په باور مصنوعي ذهانت به له انسانه هم سخت او هم اسانه کارونه واخلي.

د سږ کال په مارچ میاشت کې ایلن مسک او د ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو سترو شرکتونو خاوندانو اعلان وکړ چې د مصنوعي ذهانت د پراختیا چارې دې تر یوې مودې پورې ودرول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب