خبره په سرونو کي نه ده، په فکرونو کي ده.
سرونه ډېر دي، خو سالم فکرونه په کمو سرونو کي وي.
ځينو فکر تر ځان رامحدود کړی وي.
فقط ئې ځان ته پام وي.
نوره دنيا نه ويني.
هغه څه کوي، چي د ده پکي ګټه وي.
ځيني بيا ټولنيز او اجتماعي فکر کوي، ځان ته هم ګټه رسوي او د بل خير هم غواړي.
کومه ښېګڼه چي ځان ته غواړي، پر نورو ئې هم پېرزو وي.
ځيني بيا نه ځان ته ګټه رسولای شي، نه بل ته؛ خو فکر ئې داسي جوړ وي، چي ګټه که نشم رسولای ضرر خو بايد ورسوم.
ښه که مي په وس نه دي، بد خو کولای شم.
دا د ودان او وران فکر توپير دی، چي يو ابادي کوي، بل خرابي.
يو هغه کار کوي چي هم ئې ځان ته ګټه ورسېږي؛ هم نورو ته.
بل بيا داسي کار ته ملا تړلې وي، چي هم ځان ته تاوان رسوي هم بل ته.
يو دا غواړي، چي بل ته په لاس او ژبه خير ورسوي. بل بيا په دې پسي ګرځي، چي څنګه نورو ته د لاس او ژبي ضرر پېښ کړي.
يو خلکو ته رڼا جوړوي، بل ئې په تياره کي ساتي.
يو له ابادۍ، ودانولو او بل ته له خدمت کولو خوند اخلي؛ بل بيا په ويجاړولو او بل ته په ضرر رسولو خوښۍ کوي او چاغېږي.
دواړه انرژي مصرفوي، خو په مصرفولو کي ئې فرق دی. يو ئې د ابادۍ، بل ئې د خرابۍ لپاره مصرفوي.
«ډېر تفاوت شته په انسان کي د معنا په لحاظ»
ځيني خپله ابادي د نورو په ابادۍ کي ويني؛ ځيني بيا د نورو په بربادۍ کي خپله ابادي لټوي.
دا د مثبت او سالم فکر برکت دی، چي وايي که نور اباد وي زه به هم اباد يم؛ مګر دا بيا منفي فکر دی، چي وايي زه به هله اباد شم چي نور تر پښو لاندي کړم.
که مو بل ته کوهی کينده، لومړی به موږ پکي لوېږو.
که مو د بل په تاوان کي خپله ګټه لټوله، پوه شئ چي موږ تر هغو ډېر تاواني يو.
که مو نور تر پښو لاندي کول، هيڅکله به لوړ نشو!
ته چي بل په غشو ولې هسي پوه شه
چي همدا غشی به ستا په لور ګزار شي
رحمان بابا
نيت لوی او پراخ ساتئ!
د هيچا په ابادۍ او پرمختګ نيت مه بدوئ!
د نورو ښېرازي او نېکمرغي خپله ښېرازي او نېکمرغي وګڼئ!