یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خوست د سیمه ییزو رسنیو ۴ مسوولان بندیان کړي

طالبانو د خوست د سیمه ییزو رسنیو ۴ مسوولان بندیان کړي

تاند: (سې شنبه، د غويي ۱۹ ) ‏‏د خوست د ۴ سیمه ییزو مسوولین طالبانو په نا معلوم دلیل بندیان کړي دي.

‏د راپورونو له مخې، محمدالدین شاه خیالي د ولس غږ، سخي سرور میاه خېل د غرغښت تلویزیون، عبدالرحمن اشنا دنن اېف اېم راډیو او پامیر اندیش د چنار راډیو مسوولین د طالبانو د امر بالمعروف سیمه ییزې ادارې په دې نوم ور غوښتي، چې ورکشاپ یې ورته جوړ کړی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالبانو اوس دغه رسنیز مسوولین بندیان کړي او برخليک یې نه دی معلوم.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پرله پسې ډول د رسنيو په اړوندو چارو کې د نورو ادارو د نه لاسوهنې ټینګار کوي.

2 COMMENTS

  1. چې څه غم دی د پښتون په سردی. وژل کیږی، له تعلیم پاتی کیږی، بندیان کیږی، مکتبونه یی سوزول کیږی، بیړیو کی اوبو کې ډوبیږی، څاګانو لویږی، ځانوژنه کوی، قصاص کیږی او له وطنه فرار کیږی. آخر کې انګریز وایی پښتانه طالب دی . دروغ ده نه پښتون طالب دی ، نه طالب پښتون او د پښتون نماینده او استازی ده . طالب د ( ای اس ای) او انګریز پروژه ده تیرو شلو کلو کی یی هم پښتانه قتلول اوس هم پښتون بدنام او له منځه یې وړي پښتون دا شل کاله جینو ساید سره مخامخ دی

  2. دا د علم دشمنان دی بی علمه اجنټان دی
    دا دعلم دشمنان دی خرڅوی اجنبیان دی
    دا راوستی امریکا دی د اسلام خو ډیر سر سخته دشمنان دی
    اسلام په علم او قلم باندی پایږی
    په کوتک او افراطیت کله خپریږی
    څوک چی خپله داسلام نه خبر نوی
    هغه څنګه اسلام نوروته ښودی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب