شنبه, اپریل 20, 2024
Home+یوه لنډۍ | زهير سپېڅلی

یوه لنډۍ | زهير سپېڅلی

په لاندي لنډۍ کي (۷) ځله د (الف)، (۷) ځله د (هـ) او (۶) ځله د (ر) تکرار لنډۍ ته اهنګ او موسيقيت ورکړی دی. په ويلو کي خوند لري.
په دې لنډۍ کي يو د هغي واده شوي پښتنې لورکۍ/خورکۍ ارمان دی چي د پلار په کور پسي ئې کوي. هري لور او خور ته د پلار کور جنت دی. پاچاهي ده. بې منته، بې مسؤليته او ډاډه هر څه خوري او څښي. د چا تر منت او احسان لاندي نه وي، خو د بل په کور کي بيا دا پاچاهي نشته.
يا کېدای شي په يوه کور کي دومره غريبي او بېوسي وي، چي شکور او دسترخوان به خالي وي. څو وخته به تبخی او تنور نه وي لمبه شوی. دې ته به د پلار په کور کي ډک شکور ورياد شوی وي، چي دا ارمان ئې په لنډۍ کي راغبرګ کړی دی. پښتنه مېرمن د خپل مېړه د کور د عزت، د خپل اولاد او پښتني دود او دستور په خاطر څو وخته لوږه او تنده زغمي. صبر کوي او خپل پښتونوالی ثابتوي.
بل په دې لنډۍ کي د پښتنې مېرمني هغه فرياد هم دی، چي د خسرګنۍ/مېړه په کور کي دومره بېوسه او بې اختياره وي چي د ډوډۍ خوړلو تر ټاکلي وخت مخکي يا وروسته د يوې مړۍ خوړلو حق نه لري.
څارل کېږي.
ارمان ئې کړی دی، چي د پلار په کور کي به تر ډک شکور بې غمه تاودېدم، راتاوېدم.
ځکه ئې دا لنډۍ د ارمان په  رنګ کي داسي اهنګينه کړې ده.
ارمان ارمان  د دادا  کوره
له ډکه شکوره به چاپېره ګرځېدمـه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب