Homeسپورتوردګو کې د ځغاستې سیالۍ وشوې

وردګو کې د ځغاستې سیالۍ وشوې

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۸)  د‌ ميدان وردګ ولايت د بهسود ولسوالۍ په مرکز کې د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او د بهسودو ولسوالۍ د‌ رسنيو له خوا د «نوي کال د ابادۍ» په نامه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

د ځایي چارواکو په وینا، په دغو سياليو کې ۵۰ تنو د ځغاستې ورزشکارونو ګډون کړی و.

د المپیک کمېټې د معلوماتو له مخې، د يادو سياليو په پای کې لومړي، دويم او درېيم مقام ته کپونه ورکړل شول او د‌ ورزشي مسولينو له لوري ورته د‌ هر ډول ملاتړ ډاډ وکړل شو.

په وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ورزشي فعالیتونو د زیاتیدو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...