Homeخبرونهد بولدک_ چمن تر منځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پیليږي

د بولدک_ چمن تر منځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پیليږي

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۸)  د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې په راتلونکي کال کې به د بولدک- چمن ترمنځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پيل کړي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو حاکم ملا بخت الرحمن شرافت د کندهار د اوسپني پټلۍ د آمریت څخه د لیدني پر مهال دا خبره کړې ده.

ملا شرافت وویل، چې د دغو چارو د پیل په اړه یې لومړني کارونه مخته وړي او تمه لري، چې عملي چارې به راتلونکي کال کې پيل شي.

د طالبانو چارواکو د داسې نورو زیاتو پروژو د پيل ژمنې هم کړي، چې ځینې یې عملي شوي او ځينې یې خلکو غولونکي ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. ټول کارونه په سويلي زون کې روان دي، په ختيځ کې کومه پرمختيايي پروژه پر مخ وړل کيږي ؟؟؟!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...