Homeخبرونهاسلام اباد: له کابل سره د خبرو د جزییاتو د افشا کولو...

اسلام اباد: له کابل سره د خبرو د جزییاتو د افشا کولو لېواله نه یوو

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۸)  د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانو خبرو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

نوموړې وپوښتل شوه، چې افغانستان ته یې د دفاع د وزير او د آی ايس آی د مشر د وروستي سفر په ترڅ کې افغان طالبانو د پاکستان له حکومت څخه د تحريک د بې وسلې کولو او بيا ځای پر ځای کولو لپاره ريښتیا د ۳۰ ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې او د دوی دریځ په دې اړه څه دی؟

د دغو پوښتنو په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د تحریک طالبان پاکستان د بې وسلې کولو لپاره د پیسو د ترلاسه کولو په اړه د کابل غوښتنه رد کړه او ویې ویل: لکه څنګه چې مخکې مې وویل، د دغه پلاوي سفر د وزیر په مشرۍ ترسره شو. د افغانستان دفاع وزیر په امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز درلود ما داسې معلومات نه دي شریک کړي لکه څنګه چې تاسو د دې فورم څخه اشاره کوئ. نو، زه نه پوهیږم چې تاسو دا راپورونه چیرته ترلاسه کړل. شاید تاسو د هغو کسانو څخه پوښتنه وکړئ چې دا معلومات یې تاسو سره شریک کړي.

بلوچ زیاته کړه: موږ نه غواړو په دې غونډه کې چې ډېره حساسه وه، تبصره وکړو، ځکه چې دا د امنیتي مسایلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ده. کله چې خبرې اترې او بحثونه وروستۍ پایلې ته ورسیږي، موږ به خپل نظرونه په عامه توګه اعلان کړو.

د طالبانو ادارې په دې اړه راپورونه رد کړي وو.

معلومه نه ده، چې د طالبانو د ادارې او پاکستان د وروستیو مذاکراتو پایلې څه وې او د دوی ترینګلې اړیکې څومره بیرته رغیدلې دي.

1 COMMENT

  1. چې ته بل په غشو ولی هسی پوه شه – چیرې دا غشي به ستا په لور ګزار شي
    کوهۍ مکنه د بل سړی په لار کې – چیرې ستا به د کوهۍ په غاړه لار شي

    کامل مومن مسلمان هغه څوک چې څه شی د ځان لپاره خوښوی د بل مسلمان لپاره یی هم خوښوی
    (مه کوه په چا چې وبه شي په تا) (چې بد مې غواړې په بدو واوړی)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...