جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو ازبکستان سره افغانستان ته د بشري مرستو په لېږد خبرې...

ملګرو ملتونو ازبکستان سره افغانستان ته د بشري مرستو په لېږد خبرې وکړې

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۸)  د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرغت صادقوف د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له سیمه ییز مشر هانس شودر سره د لیدنې پر مهال افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو د بهیر د دوام په اړه خبرې وکړې.

دغه هېواد ویلي، چې په دې کتنه کې د ازبکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ همکاري وڅېړل شوه.

د ملګرو ملتونو استازو بیا ویلي، چې د ازبکستان د ترمز له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد د لړۍ چټکول د دغې لیدنې د بحثونو اصلي موضوع وه.

مخکې اروپایي ټولنې هم د ازبکستان  له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په اړه خبرې او عملي اقدامات کړي وو.

د خوړو نړیوال سازمان  څه موده مخکې وویل، چې د ورځې تر لس زره ټنه پورې خوراکي توکي د ازبکستان له لارې افغانستان ته لیږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب