جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد میرویس نېکه روغتون د نرسانو کار بندیز پای ته ورسید

د میرویس نېکه روغتون د نرسانو کار بندیز پای ته ورسید

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۸)  ‏د کندهار د میرویس نېکه روغتون نرسانو د کار بندیز کړی و، خو طالب چارواکي یې د پای ته رسیدو خبر ورکوي.

يو شمېر نرسانو رسنیو ته ويلي، چې طالبانو په کاري ارزونه کې د ناکامیدو په پلمه، له دندو ګوښه او پر ځای ېې نور کسان ګومارلي دي.

سرچينو ويلي، چې په دغه کار بندیز کې د روغتون ټولو شاوخوا پنځوس نرسانو ګډون کړی، خو طالبانو ګواښلي چې کار بندیز پای ته ورسوي.

د نرسانو په وینا، طالبانو ېې پر ځای د خپلې ډلې تازه فارغ شوي نرسان ګومارلي، چې دا د دوی او مراجعینو ټولو په حق کې ظلم دی.

د طالبانو ځایي چارواکو بیا د نرسانو د ستونزو د حل په اړه د پلاوي د ټاکلو او د دوی د کار بندیز د پای ته رسیدو خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. ولاکم ظلم چي دغه نرسان کوي که پاکستان کړی دی
    خو بدیل بې هم داغه شی وي مسلکي کس دلته وظیفې ته نه پریښول کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب