د ۱۷۴۷ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې احمدشاه بابا له اتلس زره پوځ سره د لاهور په تکل له اباسین څخه تېر شو.
په دې سفر کې له احمد شاه بابا سره متصوف صابرشاه کابلي هم ملګری و، هغه څوک چې د احمد خان د افغانستان د پاچا په توګه د ټاکلو په ورځ يې د غنمو د وږو جوغه د هغه پر سر کېښوده.
لاهور ته نږدې احمدشاه د دمې له پاره خپل پوځ تم کړ او د یوې ورځې او شپې موله يې اړینه وبلله.
د مولې په درشل کې صابر شاه د خپل پلار یا نيکه (دانا ګنج بخش) زيارت ته چې په لاهور کې يې زیارت و، ورغی.
په لاهور کې د هند د مغولي صوبه دار کسانو دی ونیو او صوبه دار ته يې لاس تړلی وروست.
صوبه دار تر پوښتنو او ګرويږنو وروسته صابر شاه ته وویل:
«ښه نو اوس ووایه چی ورور مې ‘احمد’ څنګه دی؟»
صابر شاه ورته ځواب ورکړ:
«احمد د لوی افغانستان ټولواک او احمد شاه دی، نه احمد او ته د هند د مغلو پاچا نوکر او صوبه دار يې. نو د خپل مقام او پوهې په اندازه په ادب خبرې کوه.»
صوبه دار په قهر شو او بې له دې چې فکر وکړي، صابر شاه يې وواژه. اوس هم د صابر شاه زیارت د لاهور د شاهي جومات تر شا پروت دی.
کله چې آحمد شاه له دې پېښې خبر شو، ډېر غمجن او په قهر شو. بې له درنګه يې د لاهور مدافعه ماته او لاهور ته ننووت. خو له بده مرغه د لاهور مغلي صوبه دار د شپې له خوا د ډهلي پر لوري تښتېدلی و.
احمد شاه بابا به ویل:
که کښینم ننګ او ناموس ځي
که پاڅم پاڅي توپان
په دا دور چې احمدشاه پاچاهي کړه
په هندو مغل غم و ما ښادې کړه