پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو د سولې تر خبرو وړاندې د جګړې له بندولو سره مخالفت...

طالبانو د سولې تر خبرو وړاندې د جګړې له بندولو سره مخالفت وکړ

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) وسله والو طالبانو نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت له دې غوښتنې سره مخالفت کړی چې تر خبرو وړاندې دې جګړه ودرول شي.

طالبانو ویلي چې که څوک غواړي چې لومړی دې جګړه ودرول شي او بیا دې خبرې پیل شي، غیرمنطقي غوښتنه ده.

دې ډلې په عین حال کې ویلي چې جګړه یې د دې لپاره ده چې بل انتخاب یې نه دی موندلی.

د افغانستان حکومت په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د سولې تر خبرو مخکې اوربند یا لږترلږه اورکم وکړي.

د افغان چارواکو په وینا طالبانو له امریکا سره د قطر په تړون کې منلې چې تشدد به کموي خو عملاً یې په مجموع کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

تېره میاشت یې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله.

خو طالبان وايي چې په لویو ښارونو کې یې بریدونه کم کړي دي.

دې ډلې په خپله خبرپاڼه کې تر خبرو وړاندې د جګړې له بس کولو سره پر مخالفت د تینګار په ترڅ کې ویلي « که څوک جګړه نه غواړي، نو بیا د مذاکراتو د پيل په لاره کې خنډونه ولې اچوي؟ پریږدې چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې چې د افغانانو او بین المللي ټولنې غوښتنه هم ده نتیجې ته ورسیږي. په بې مسئولیته او غیر منطقي خبرو او بی اساسه تورونو ستونزه نه حل کيږي. »

طالبانو په عین حال کې د بندیانو د خلاصون د پروسې د ژر تر ژره بشپړېدو او بین الافغاني خبرو غوښتنه کړې ده.

8 COMMENTS

  1. بلکل. بلکل. د افغانانو وژل خو ستاسې مسؤلیت دی. او له دې پرته خو بل انتخاب او بل مهارت نه لري.

  2. خدای مو وشرموه لکه شرمید لی چه یاستی تاسی غولامان د خپل بادار پاکستان د امر پرته اجازه کله لری چه جنگ او افغانوژنه په تیره پشتونوژنه ودروی تاسی دپشتنو دشمنان یا یستی خدای مو تباه او برباد کره سپگنو بی تعلیمه بی فرهنگه خلکو تاسی به د پاکستان په مدرسو کی سه زده کری وی هغوی خپله د دودی په خوراک نه پوهیگی خدای مو خوار که پاکستان روسیه چین امریکا ایران تاسی د خپلو هدفونو رسیدو لپاره استعما لوی د ستاسی په وسیله یو دبل نه خپل غچ اخلی او په منز که خپل دوطن بی گناه خلک وژنی خدای مو خوار که لگ په خپل گریوان کی سر خکته کری اوس هم سری وخت دی

  3. دا دکرایی قاتلانو او اجاره دارو خاصیت دی چه افغان وژنی ته دوام ورکړی۰
    دا وخشی ځناور په افغام وژنه کښی خپلی ګټی وینی۰
    د امریکا او روسی پکستان او ایران ته مخلص بلکه د افغان وژلو ته دوام ورکوی۰
    ولس ته پکار ده چه ددی پنجابی پنډتانو مقابل کښی مقاومت وکړی

    ږیره او سر می ورله سپین په نصیخت کړ۰
    هغه خدای دی شرمولی په لار نه شول

    د تاند څخه ډیره مننه

  4. دلال طالبه،
    نو ته وايې چې نور یې هم وژنم. تر هغۍ چې ستاسو د مور میړنو اجازه نه نوي درکړې قسم په خدای که سوله کولئ وشې. که خبرې هم شروع شي نو ته به ووايي چی تر اوسه د خبرو نتیجه معلومه نه ده نو ته به بیا تر نتیجې ته افغانان وژنې. اصل خبره خو دا ده چې ستا او ستا د بادر فطرت د سپي دی. وایي یوه سپي له بله وپوښتل چی ولی هر مونږ او تاسو هر چا ته غاپو. که څوک آزار رسوي او که نه بیا هم مونږ ورته غاپو او خوله ور اچوو. نو ملګري سپی ورته وویل چې دا خو زمونږ سپیانو په فطرت کې دی چې هر چا ته وغاپو او خوله ور واچوو کنه نو زمونږ سپیتوب په څه کې شو. د دلال طالب او حرموني بادر ذاتي خاصیت یې غپل، سپیتوپ، او خلک چيچل دي نو ګله ترې پکاره نه ده. له سپیانو بخښنه غواړم که له دې شباهته ورته بې عزتي شوې وي. قسم په خدای چې سپیان هم په دې حرمونو په زرهاو ځلو شرافت لري خپل کور او اصلي خاوند خو پېژني

  5. ومو ليدل؟؟ دوی نه واک لري نه خپله خولۀ لري نه مغز. د زرهاوو بنديانو غوښتونکي وو دا هم تر سره شول، اوس چې د افغانانو قاتلين او د ای ايس ای جنګيالي هم غواړي دا په کوم دين کې راغلي؟؟؟ جنک ته ادامه او بيا له حکومت نه سوله هم غواړې او ته دې هره ورځ افغان په شهادت رسوه، دا خپله طالبان ولس ته روښانه کوي چې دوی نه سوله غواړي نه ددې واک لري .

  6. ظالمانو بندیان خو آرامه په محابسو کې پراته دي که وژل کېدای دا شلو کلونو کې به یو هم ژوندی نه وو. مګر تاسو خو هره ورځ انسانان وژنئ ، پلونه ورانوئ . آیا تاسو د دې وطن دعوا نه لرئ . که سبا بیا قدرت ته رسېږئ ، آیا دغه مظلوم ملت ته به په کومو سترګو ګورئ
    وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى

  7. دا عجیبه منطق دی ؟ تاسو ( طالبانو ) د امریکائییانو ، سره چه تاسی ورته اشغالگر ویلی ؤ ، اوربند وکړ ، خو د افغان مجاهد ملت په وړاندی اوربند ستاسو په نظر ګناه ده ؟ ددی معنی داده چه د تاسو په نظر د افغانانو وژنه بندول ګناه ده ! ددی نه معلومیژی چه تر کاسه لاندی نیم کاسه ده .
    په داسی حال کی چه د ټولی نړی دا عرف او قانون دی او هم د اسلامی شریعت او قرآن دا دستور دی ، چه د صلحی د پاره مخکی اوربند کیژی .
    دا چه تاسی اوربند نه کوی ، ددی معنی داده چه تاسو د صلحی په باره کی په هيڅ نوع اصولو باور نه لری ، ددی نه دا نتیجه راوزی :
    اول : تاسو نه دخبرو خلک واست ، او نه د سیاست ، په سیاسی مبارزه هم نه پوهیژی تاسی یوازی د قتل او قتال سره بلد یاست . تاسی د حکومت کولو استعداد ، علم او تجربه هم نه درلوده او اوس یی هم نه لری ، ستاسی ذهنیت همغه د ۲۵ کلونو پخوانی ذهنیت دی .
    اول : ستاسی د صلحی په اراده کی باید شک وی . په تاسو باور مشکل دی . پایداره صلحی ته صادق نه یاست .
    دوهم : تاسی د افغانستان د نظام او پرمختګ د پاره هیڅ دیدګاه نلری .
    دریم : صرف د قدرت د نیولو د پاره جنګ کوی نه د هغه ادعا په اساس چه تاسو ویل چه د اسلامی حکومت او شریعت د نافذولو د پاره .
    څلورم : په افغانستان کی د افغان وژنی او ددغه ملک د خرابولو ددوام مسؤل تاسی واست او تاسی یاست .

  8. کله چی عقل او دین انسان باندی حاکم نه وی نو بیا جنګ یی هیڅکله هم جهاد کیدای نشی ، جنګ یی اجرتی او بیا عادت ګرځی لکه نسوار،چرس،تریاک، شراب او نور…
    بیا هم چی عقل او دین وی ،له جنګ پرته ډیری نوری منطقی ، عقلانی او دینی لاری شته چی منحیث فشار او حل استعمال شی ؛ جنګ نهایی انتخاب دی نه لمړنی، ویل کیږی چی ضعف د منطق ، جنګ دی او بیا په کورنی مسایلو او شخړو کی اصلا ځای نلری
    مګر نن ورځ زموږ جاهل ګاونډی حکام لکه نور شرخپروی ،انسانیت ،ګاونډیتوب او حسن همجواری او انسانی کردار او حقوق یی تر پښو لاندی کړی ، عالم او جاهل یی یو شانته لوبیږی او ټول تخریب او شر نه خوند اخلی چی همدا د بی ایمانی او نفاق لوی او څرګند ثبوت دی
    مسابقه ټوله تخریب ،وژنه او انسانی ژوند له منځه وړل دی، د اخلاقو،ترحم ، انسان دوستی او شریفانه چلند چی د سالم انسانیت او ایمانداری نښی دی ، هیڅ مثال نلری ؛ حال دا چی دینی دعوت او جهاد ډیره اتکا یی پر انسانی چلند او اخلاقو ده ، او د آنحضرت صلی الله علیه و سلم سیرت او غزوات همدا شاهدی ورکوی
    نو یواځی عمامه ، نوم او وړی د جهاد لپاره کافی ندی چی دا صورت هر څه وکړی نو هغه به اسلام وی بلکی دا د ارذل الناس منطقوی استخباراتو تصور دی چی هم انسانیت او هم اسلام سره خیانت کوی
    نو لازمی دا ده چی اشرف مخلوقات له دوه لویو نعمتونو څخه ځان محروم نکړی چی هغه عقل او دین دی ورنه څڼور ستړی او خدای جل جلاله ناراضه او تباهی به دوام لری او انسانیت به معدوم وی لکه حافظ چی وایی:
    ګر از بسیط زمین عقل منعدم ګردد
    بخود ګمان نبرد هیچکس که نادانم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب