Homeکلتورسینمااېشوریا رای او لور یې هم په کورونا اخته شوي

اېشوریا رای او لور یې هم په کورونا اخته شوي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۲) د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هندي سینما د مشهورو لوبغاړو امیتاب بچن او زوی یې ابیشک بچن وروسته د ابیشک میرمن او لورهم په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د رسنیو راپورونو له مخې د هند نامتو لوبغاړې اېشوریا رای بچن او لور یې پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

هندي روغتیایي چارواکي وایي، د ابیشک د میرمن او لور ټیسټ نن مثبت راغلی دی.

تر دې وړاندې د امیتاب بچن او زوی یې ابیشک بچن کورونا ټیسټونه هم مثبت راغلي وو او د هند ممبی ښار په ناناویتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

امیتاب او ابیشک په خپلو ټويټونو کې لیکلي وو، چې د دوی کورنۍ تر جدي څار لاندې دي.

دواړو له هغو کسانو چې له دوی سره په تیرو څو ورځو کې راشه درشه کړې غوښتي وو، چې د ځان ساتنه وکړي څو په کورونا ناروغۍ اخته نشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...