په پخوا کې به ډېر په پټه که یو چا رشوت واخیست او یا به يې سود وکړ، خلکو به يې اولادونو ته پېغور ورکاوه، ورته ویل به يې، د رشوتخور د سود خور زويه! هغوی به له شرمه سترګې نه شوای پورته کولای.
اوس هر څه سرچپه شول، څوک چې رشوت نه اخلي د هغوی اولادونو ته خلک پیغور ور کوي او ورته وايي:
«د نېستمن زويه! پلار دې څومره غټې دندې تر سره کړي او تاسو ماړه نه شوئ.»
د ښېرا په ډول دا هم ورته وايي:
«خدای مو له دې هم نېستمن کړه.»
پرون په خیرخانې مېنه کې د یوې څوکۍ د را نيولو له پاره د موبل يوه پلورنځي ته ورغلم. تر سلام او کلام وروسته يې د يوې څوکۍ قیمت پنځه زره افغانۍ ووایه.
ما ورته وويل دا خو ډېره ګرانه ده، کومه ارزانه راته وښیه.
د میدانيانو خوريي پغماني کاکا په ښکلي نيمه پغمانۍ او نيمه ميدانۍ لهجه را ته وویل:
«ته او غریب!»
ما ورته کړه چې ولې؟
هغه را غبرګه کړه:
«له داسې وظیفو سره چې تا تر سره کړي دي او بیا وايې چې څوکۍ ګرانه ده!!!»
ځان راته ګناهکار ښکاره شو، چې له دومره پوځي خدمت، کار او زیار سره- سره ولې یو څوک فکر کوي چې د یوې ځانګړې ډلې په اداري فساد کې به زه هم ښکېل یم.
باور وکړئ ډېر خفه شوم، ځکه چې فکر مې وکړ، ټول ملت به موږ ته د رشوتخورو په سترګه ګوري.
ما سره یوه ملګري ډګروال صاحب ورته وویل:
«د ده پر ځای زه قسم خورم چې یوه افغانۍ رشوت يې هم نه دی اخیستی، ځکه ما ور سره په يوه اداره کې کار کړی دی.»
څوکۍ مو ترې واخيسته هر څومره چې ورته ټينګ شوم، ویلي يې له ده پیسې نه اخلم. په زور مو درې زره افغانۍ ورکړې.
خلک ملامته نه دي، په پروژو کې رشوت، په قراردادونو کې رشوت، په کرونا کی رشوت، په دېوالونو کې رشوت او حج شریف ته په تګ کې رشوت!!!
دې هرڅه خلک بېباوره کړي او ځینې کسان فکر کوي چې پر هره مهمه دولتي څوکۍ ناست کسان یوازې بډې اخلي او د خلکو حق خولري.
خدای دې پر دې ملت رحم وکړي.
«لکه چې اخره زمانه شوه»