جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټرمپ په لومړي ځل د کورونا پرضد ماسک وکاروه

ټرمپ په لومړي ځل د کورونا پرضد ماسک وکاروه

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۲) د کورونا ویروس په ټوله کې تر ډيره امریکا متحده ایالت زیانمن کړی دی.

د امریکا د متحده ایالت ولسمشر ډوڼالډ ټرمپ د کورونا ناروغۍ د مخنیوي په خاطر په لومړي ماسک واچوه.

ټرمپ ماسک هغه مهال کارولی کله چې واشنګټن کې د جګړې د ټپیانو د لیدلو لپاره یو نظامي روغتون ته تللی و.

ټرمپ وویل: « زه هیڅکله د ماسک تړلو سره مخالف نه وم ، خو باید په یو مناسب ځای کې ترې ګته واخیستل شي.»

د کورونا وایروس رامنځته کیدو په لومړیو کې ویلي وو چې ماسک ځکه نه کاروي، چې په منظم ډول یې معاینه روانه ده.

خو تیره دوشنبه یې وویلې، چې که په روغتون یا داسې چاپېریال چې ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي ماسک تړل اړین دي.

ټرمپ دغه راز په خپل انتخاباتي سیال جوبایډن هم د ماسک کارولو له کبله ملنډې وهلې وې.

کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې ورځنی عادي ژوند له ستونزو سره مخ کړی او هره برخه یې زیانمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب