جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمالیه وزارت له کابل ښاروالۍ د ډوډۍ د ویش بهیر حساب غواړي

مالیه وزارت له کابل ښاروالۍ د ډوډۍ د ویش بهیر حساب غواړي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۲) د افغانستان د مالیې وزارت له ښاروالیو په ځانګړي ډول د کابل له ښاروالۍ غواړي، چې د وچې ډوډۍ د ویش د بهیر حساب ورکړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د قرنطین پر مهال په ټولو ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د ویش لپاره ۲ میلیارده او ۲۱۸ میلیونه افغاني ځانګړې شوې وې.

دوی وایي د دې پيسو مسولین اوس ښاروالۍ دي او باید حساب یې ورکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي  وایي یوځې د کابل ښاروالۍ له یاد شمیر پیسو یو میلیارد او ۲۴۰ زره افغانۍ اخیستې وې.

مسجدي وایي د کابل ښاروالي چې تر دې وړاندې په ځلونو په پلازمېنه کې د وچې ډوډۍ د وېش په چاره کې په فساد تورنه شوې ده؛ وایي چې د اوړو یوه برخه یې نانوایانو ته ورکړې ده.

بل لورته د کابل ښاروالي مني چې تر اوسه د دغو لګښتونو د یوې برخې حساب څرګند نه دی.

ماليې وزارت وروسته له هغه له ښاروالیو د حساب غوښتنې پریکړه وکړه کله چې د قرنطین پرمهال د وچو ډوډیو د ویش په بهیر کې د فساد راپورونه خپاره شول.

د راپورونو له مخې کابل ښار کې د ډوډۍ د وېش په بهیر کې سلګونه مېلیونه افغانۍ غلا شوي دي.

کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن هم د هغو راپورونو د څېړلو غوښتنه کړې، چې ګني د ډوډۍ په وېشلو کې فساد شوی.

وېلسن پر ټوېټر له افغان چارواکو غوښتي چې دا راپورونه وڅېړي، موندنې یې شریکې او عاملین یې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب