جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرزی: د جګړې او نظامي عملیاتو دوام د پردیو دسیسې بریا ته...

کرزی: د جګړې او نظامي عملیاتو دوام د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) حامد کرزی: په هېواد کې روان وروستی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی، چې باید ودرول شي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي: روانه جګړه په اصل کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي، او په خبره یې د جنګ ښکیلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي.

دده په خبره په افغانستان کې د جګړو او نظامي عملیاتو دوام د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې روانه پروسه ناکامه او جګړه دوامداره شي.

کرزي یو ځل بیا له ښکیلو خواوو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځه شوی فرصت دې نه ضایع کوي او ژر تر ژره دې د سولې لپاره چټک اقدامات تر سره کړي.

هغه په غزني او وردګو کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې غندلي، او د ملکیانو وژل یې ستر بشري جنایت بللی دی.

کرزي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو او کورنیو بنسټونو له طالبانو د جګړو د کمولو غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب