Homeخبرونهکټوازی: کورونا نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو مخه نه نیسي

کټوازی: کورونا نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو مخه نه نیسي

خبریاله: عاقله اسد(یکشنبه، د سرطان ۲۲) د افغانستان د ولسي جرګې لومړی نایب وايي چې د نوي حکومت د وزیرانو لپاره د نوماندانو د باور رایه به په خپل وخت ترسره شي.

میرزا محمد کټوازي وايي، د کورونا وایرس د دې خنډ کېدای نه شي چې د ولسي جرګې غړي نوماندوزیرانو ته د اعتمادرایې ورنه کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ښاغلي کټوازي پرون شنبه رسنیو ته وویل چې که حکومت وزیران معرفي کړي، ولسي جرګه به د باور رایې ورکولو لپاره د جرګې غړي راوغواړي.

میرزا محمد کټوازي زیاته کړه: “د کورونا مسله په هیڅ ډول د کابینې لپاره د رایې ورکولو ځنډ نه توجیه کوي.

ده وویل، له حکومت څخه یې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره کابینه معرفي کړي چې د نظارت مسله حل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان حکومت تیره اوونۍ وویل چې ډیر ژر به نوي وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره معرفي کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، سرپرستي باید ختمه شي، او ژر تر ژره باید کابینه معرفي شي.

خو د دې جرګې مرستیال ښاغلی ګټوازی وايي، د دوی رخصتۍ ته لس ورځې پاتې دی، خو شاید کابینه له رخصتۍ وروسته معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د یو شمیر وکیلانو په حواله ویل شوي وو چې د ولسي جرګې له ۶۰ څخه تر ۷۰ فیصده غړي په کورونا ویروس اخته شوي دي، چې دا به د باور رایه وځنډوي.

د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر قادر ځاځي وویل چې د ولسي جرګې د شاوخوا سلو غړو کوویډ – ۱۹ ناروغي درلوده.

خو د ولسي جرګې بل غړي عبدالله قرلق په جرګه کې د کورونا ویروس په ناروغۍ د اخته غړو شمیر ۲۰ تنه یاد کړ.

د ولسي جرګې بلې غړې، شینکۍ کړوخېل وویل، دا څرګنده نه ده چې څومره وکیلانو د کورونا ویروس تیر کړی، خو ځینې وکیلان د ویروس د اخته کیدو له ویرې په عامه غونډو کې برخه نه اخلي.

د ولسي جرګې غړې، نیلوفر جلالي کوفي چې د کورونا ویروس په ناروغۍ اخته شوې، وویل چې یو شمیر وکیلان په ویروس اخته شوي دي او همدا لامل دی چې د جرګې نصاب تل پوره نه وي او ناستې په خپل وخت نه ترسره کیږي.

خو د ولسي جرګې لومړي مرستیال، میرزا محمد کټوازي دغه راپورونه رد کړل او ویې ویل: “د ولسي جرګې له لسو څخه تر پنځلسو پورې غړي په کورونا ویروس اخته شوي دي، مګر ډیری یې روغ دي او غونډې معمولا د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو د غونډې په تالار کې جوړیږي او په نورو ورځو کې کمیسیونونه په قواعدو کار کوي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسي جرګې د دوبي رخصتۍ د اګست په لومړۍ نیټه پیل او تر ۴۵ورځو پورې دوام کوي.

تمه کیږي چې په نوې کابینه کې د باور رایه به د اجندا په سر کې وي.

د سولې د پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته نږدې یوې سرچینې په دې وروستیو کې وویل چې دې ټیم د وزیرانو لپاره د کاندیدانو لیست ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلی دی خو وروسته یې دا خبر رد کړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم وویل چې دوی به ډیر ژر د کابینې بشپړ لیست ولسي جرګې ته واستوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...