جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېله کلیوالي اقتصادي فرصتونو ګټه اخیستل |سیدالرحمان عابد

له کلیوالي اقتصادي فرصتونو ګټه اخیستل |سیدالرحمان عابد

دا خبرې د پنجشنبې ماښام د نوي فکر مشر او د کوچیانو چارو سمون ادارې رییس استاد حبیب الرحمن په هغې غونډه کې وکړې، چې د نوي فکر له خوا د (کلیوالي اقتصادي فرصتونه لکچر او غزل ماښام) تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
نوی فکر چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې علمي، کلتوري، ټولنیزې، فرهنګي او د ولسونو د انسجام چارې پر مخ وړي،له کلیوالي اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې په اړه علمي بحث جوړ کړی و، چې د قاري صیب سمیر تکین له خوا د قرانکریم په مبارکو ایتونو او انجینر صلاح الدین کبیر له خوا د ښه راغلاست په ویلو پیل شوه، استاد د موضوع په اړه عالمانه او له معتبرو ماخذونو څخه په ګټه اخیستنې اوږد، خو جالب او منطقي بحث وکړ.
استاد تر ډېره د کلیوالي اقتصادي فرصتونو په برخه کې د سیمې او اطرافو په اقتصادي منابعو او له هغو څخه په استفادې داسې خبرې وکړې، چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدې، د ېډرو لپاره یې په سیمه کې د فرصتونو شتون جالب او نوي مالومات وو.
استاد حبیب الرحمن د عمومیاتو له وړاندې کولو وروسته په دې خبرې وکړې چې کوچیانو هم د اطرافي سیمو د اوسېدونکو په صفت یو داسې قشر دی چې اقتصادي فرصت دی او باید له دې فرصته داسې ګټه واخیستل شي، چې د ولسونو د ښېرازۍ په برخه کې ګټور تمام شي.
استاد د کوچي په نوم، تعریف، اصطلاحاتو، قوانینو کې د کوچي په برخو، د کوچیانو په ژوند، له کوچیانو سره د چلند او په ټوله کې د کوچیانو او کلیوالي اقتصاد په اړه داسې بحث وکړ، چې په ګدونوالو یې د منطق په درلودلو دا ومنله چې کوچیان د کلیو، ښارونو او اطرافو تر منځ ، د قومونو ترمنځ او په ټوله کې د ولسونو تر منځ د وصل خلک دي، نه ده فصل او د دې خبرې د اثبات لپاره یې د علمي دلایلو تر څنګ په ټولنه کې عملي مثالونه او د ژوند تجربې هم وویلې.
د لکچر په پای کې د ګډونوالو له خوا د موضوع اړوند پوښتنې مطرح شوې، هغه پوښتنې چې له موضوع سره یې ربط لاره د استاد له خوا ځواب او یو له بل سره یې قناعت پرې وکړ.
ورپسې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندو مجیب الرحمن کریمي د کلیوالي اقتصادي فرصتونو په اړه د استاد حبیب الرحمن لکچر ارزونې ته راوبلل شو، چې ده هم د پوهنتون د یوه مجرب او عالم استاد په حیث د موضوع اړوند خبرې وکړې، کلیوالي اقتصاد یې توضیح او تشریح کړ، د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا لپاره یې د اړوند وزارت په برنامو خبرې وکړې او په ټوله کې د استاد لکچر کې راغونډ شوي مالومات عالمانه، په مثالونو ولاړ او منطقي وبلل، د استاد حبیب الرحمن د لکچر وړاندې کولو طرز، زغم او د موادو تسلسل یې مثبت وارزول او دا مالومات یې د کوچیانو په اړه د استاد له خوا په چاپېدونکي کتاب کې د چاپ وړ او دچاپ لپاره ګټور وبلل.
وزیر صیب د نوي فکر دغه کار وستایه او هیله یې وښودله چې تل دې داسې عالمانه بحثونه او د وخت له اړتیا سره سم لکچرونه برابر شي، په دې برخه کې یې د خپلې همیشنۍ همکاري ډاډ هم ورکړ.
د غونډې لومړي پړاو د همدې برخې څخه وروسته د نوي فکر له خوا هغه دوه مډالونه غونډې ته د راغلو مشرانو او میلمنو په لاسونو وویشل شول، چې د نوي فکر ادارې له خوا لومړی د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي صیب ته د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې برابر شوی و، ځکه چې دوی په دې برخه کې خورا زیاتې ملموسې پایلې لرلې او د وزارت نورې ټولې چارې یې هم تر ډېره بریالۍ او د ښو پایلو لرونکې وې.
دویم مډال د هیواد په کچه د مخکښې انلاین رسنۍ پژواک خبري اژانس لپاره ملي ګټو ته د ژمنې او ملي ګټو پالونکې رسنۍ مډال برابر شوی و، چې د همدې مشرانو په لاس د یادې رسنۍ بنسټګر او مشر دانش کړوخیل ته وسپارل شو، چې په دواړو مډالونو باندې ګډونوالو تبصره مثبته او نوموړي کسان یې رښتیا د مډال حقدار کسان وګڼل.
د غوڼډې بله برخه د نوی فکر غزلیز ماښام و، چې د مشاعرې ویاند اسمعیل تسل په څو بیتونو مشاعره پیل کړه او لومړی شاعر یې له ننګرهاره راغلی میلمه او خوږ ژبی شاعر سعدالله فطرت راوغوښت چې په شاعرانه فضا کې یې بهترین غزلونه د اورېدونکو له چک چکو بدرګې سره په خاص انداز واورول، بیا هم همیم جلالزي، اندیښمن ځاځي، خوږمن ځاځی، همت ایوبزي، احسان هڅاند، سمیر تکین او یو شمير نورو درنو شاعرانو خپل خپل شعرونه مخاطبانو ته واورول چې د ټولو ډېر زیات خوښ شول او مشاعره یې د یو او بل اورېدو او فکرونو روښانتیا یو ښه فرصت وبلله.
د غونډې پای کې په ولسي جرګه کې د کونړ ولسونو استازي او د پوهنتون استاد نعمت الله کریاب صیب په خپلو عالمانه خبرو ټوله غوڼده او مشاعره مثبته وارزوله، له نوی فکر یې د داسې فرصت برابرولو او دې ستر علمي او فرهنګي غونډې جوړولو په برخه کې مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې به هم دې ته ورته نورې برنامې برابرې کړي.
دې غونډه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر تر څنګ د چارو ادارې مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخیل، د کونړ ولایت څخه په ولسي جرګه کې وکیل استاد نعمت الله کریاب، جنرال صیب نجیب احمدزي، د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوي سیدولي جلالزي، د تفتیش او ارزیابي رییس سلطان احمدزي، د قبایلو وزارت د اداري او خدماتو رییس محمد شفا مشفق، د کابل ښاروالي مالي او اداري معین استاد سید الرحمن جلال احمدزي، د چارو ادارې رییس د دفتر رییس طارق ستانکزي، د مشرانو جرګرې رییس حقوقي سلاکار سعدالله فطرت او له بېلابېلو ولایتونو راغلو درنو میلمنو ګډون کړی و، چې زموږ غونډه یې په خپل راتګ سره رنګینه کړې وه.
غونډه له پکتیا نه د راغلي میلمه لیکوال او شاعر خومن ځاځي صیب په دعايې پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب