شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: هلمند او فراه کې ۷۸ وسله والو طالبانو ته مرګ...

دفاع وزارت: هلمند او فراه کې ۷۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه د جدي ۱۱) د افغانستان د ملي دفاع وزرات وايي، هلمند او فراه ولایتونو کې د افغان ځواکونو د بریدونو پر مهال ۷۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان هوايي ځواک پرون د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند په ژړ صیب او تبیله سیمو کې د طالبانو پر غونډو او د ماینونو پر دېپو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو پلان درلود چې په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو افغان هوایي ځواک پرې برید کړی چې ۲۸ طالبان په کې وژل شوي او د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ نور ټپيان دي.

سرچینه زیاتوي، په دې بریدونو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او د ماین جوړولو یوه دېپو هم له منځه وړل شوې ده.

دغه راز د یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي، وسله وال طالبان تېره شپه د مرکز اړوند برنګتوت سیمه او د بالابلوک ولسوالۍ شیوان کلي کې راټول شوي و او د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې د بریدونو پلان درلود.

دفاع وزارت وايي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د یادې ډلې کسان په نښه کړل چې په پایله کې ۲۶ طالبان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې برید کې د طالبانو ۸ قرارګاوې یو موټر او ۳ تونلونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب