Homeخبرونهملي دفاع وزارت: هلمند کې ۲۸ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت: هلمند کې ۲۸ طالبان وژل شوي

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۱) د ملي دفاع وزارت وايي، د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې ۲۸ طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند په ناوې ولسوالې کې پرون په یوه هوايي برید کې ۲۸ طالبان وژل شوي او د قومندان په شمول یې ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې ده، چې طالبانو هوډ درلود پر ملي امنيتي ځواکونو برید وکړي چې د یادو ځواکونو لخوا موخه وګرځول شول او دغه راز د طالبانو د بمونو او وسلو یوه ذخیره يې هم له منځه یووړه.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند ولایت کې نږدې هره ورځ د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته کيږي.

دغه راز ۱۰ ورځې مخکې هم په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي وو.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...