تاند (پنجشنبه د جدي ۱۱) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د هغو طالبانو نوملړ ترتیب کوي او د نیولو هڅه یې کوي چې د عشر په نوم له عامو خلکو څخه په زور پيسې او مالونه اخلي.
ښاغلي صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، خلک د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ددغې ډلې د ورځ تر بلې زیاتېدونکې باج اخیستنې څخه تنګ شوي دي.
د نوموړي په وینا، هره ورځ د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره د هېواد له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۸ زره اړیکې نیول کېږي او یوه لویه ستونزه چې له دوی سره شریکه شوې، د وسله والو له لوري له عامو خلکو څخه په زوره د پیسو شکول دي.
هغه زیاتوي، ځیني اړیکې د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه دي او خلک په یادو قضیو کې د پولیسو د مداخلې غوښتنه کوي.
د امرالله صاله په خبره، ډېرو کسانو د طالبانو له لوري د باج اخیستنې له امله شکایتو دوی ته شکایتونه کړي او پولیسو ته یې خبر ورکړی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هغه مهال چې بهرنيو ځواکونو په پراخه کچه په افغانستان کې حضور درلود، طالبانو له هغو شرکتونو پیسې اخیستې چې په ناامن سیمو کې و، خو زیاتوي چې اوس دغه باج اخیستنه زیاته شوې او تر عامو خلکو او موټر چلوونکو رسېدلې چې وخت ناوخت موټر چلوونکي هم د طالبانو له خوا ځورول کېږي.
نوموړي زیاتوي، طالبانو یواځې باج نه، بلکې له خلکو د عشر په نوم پیسې او هغه څه چې مادي ارزښت ولري اخلي.
امرالله صالح وايي، ددې چارې د مخنیوي لپاره به نوملړ جوړ شي، تر څو د خلکو د ځورونې مخه ونیول شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د داسې یوې ورځې هیله لري چې خلک ددغې «وحشت ناکې ډلې» له اسارت څخه په بشپړه توګه خلاص شي.